شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د ذهني، روحي او فکري سلامتۍ لارې

د ذهني، روحي او فکري سلامتۍ لارې

ژباړه: عابد نور

کله چې موږ په ذهني ډول سره روغ یوو، نو کولی شو خپل احساسات کنټرول کړو او خپله احساساتي روغتیا لا قوي او پرمختګ ورکړو.

همدا راز که چیرته موږ په ذهني ډول سره په خپل وجود کې مثبت بدلونونه راولو، دا به موږ لا وځلوي، زموږ طبعیت به پراخ کړي او زموږ ژوند به له بیلابیلو خوندونو ځینې ډک کړي.

اوس د ذهني روغتیا لپاره څو مهم ټکي:

۱د ځان په اړه مثبت غږیږئ

څیړونو ښودلې ده چې څوک څه ډول د ځان په اړه فکر کوي، په هماغه اندازه یې په احساساتو اغیز کوي. ځکه د تجربو پر اساس کله چې موږ د ځان او ژوند په اړه په منفي ډول پوهیږو یعنې له منفې نظره ورته ګورو، په هماغه ډول سره موږ کې دا د (منفې پوهېدنې، منفي فکر) خیال او تصور قوي کیږي. ددې پر ځای باید د ځان په اړه هغه لغات استعمال کړو او یا له هغه نظره وګورو، چې زموږ احساسات، ارزښت او شخصي توان او طاقت ورسره زیات شي.

مثلا: لکه وایو چې: «زه ناکام یم، زه به دنده ترلاسه نه شم کړای، ځکه ښه مرکه  ونه شوه کړای!»

ددې خبرو پرځای ووایئ: «څه ډول چې ما غوښتل هغسې مرکه  ونه شوای کړای، خو ځه، که مرکه کې بریالی نه شم او دنده ترلاسه نه کړم، دا هیڅ کومه خبره نه ده.»

۲هغه شی چې د خوښيو او مننې لامل شوی دې وي، ویې لېکه!

خوښ او منندویه اوسېدل د خوشحالۍ په شان له پرمختګ او فکري روغتیا سره تړلي مسایل دي. نو ددې لپاره تر ټولو غوره میتود دا دی چې د مننې لپاره یوه کتابچه ولرو او روزانه هغه څه په کې ولیکو چې خوشحاله کړي یې یوو.

نو داسې څه وکړئ، چې په وسیله یې ستاسې زړه له مننې ډک شي او د ذهني ارامتیا لپاره لکه بستر په شان برابر شي.

۳حاضر وخت کې مو چې څه سره سرو کار وو، ډیر تمرکز پرې وکړئ

کله چې خپل ټول فکري قوت په حاضر وخت باندې متمرکز نه کړو، د تجربو پر اساس په دې وخت کې موږ منفي خوا ته غورځیدای شو، چې دا کار مو بیا تاواني کولی شي.

نو په داسې وخت کې بیا ورځیني کارونو ته مو ذهن ورواړوئ، لکه: چا ته څه ویل، د غر ډوډۍ خوړل او یا هم کورته تلل.

همدا راز فزیکي احساسات هم له پامه مه غورځوئ.

مثلاً: غږونه، خنداګانې او خوندونه، ځکه دا کارونه کول درسره په تمرکز کولو کې ډیره مرسته کولی شي. خو که له دې وروسته مو کله دماغ لالهانده او سرګردانه شول، نو بیرته ژر په هغه څه باندې چې اوس یې ترسره کوئ، خپل فکري تمرکز وکړئ.

۴سپورټ یا تمرین

له کار مخکې او وروسته ستاسې وجود یو ډول نه وي، ځکه ارام او ستومانه وي، خو سپورټ کول بیا مو که ستومانه هم کړي، درته ګټور دی، ځکه ورزش د فشار، اندیښنې، تشویش او ژور خپګان د له منځه وړو لپاره داسې دي لکه د زهرو ضد دارو، یعنې دا ټولې ستونزې درنه له منځه وړي.

وړې لارې هم شته چې پرې ورزش وکړئ، مثلاً که ته یوې ودانۍ یا کوټې ته په برقي زینه یا اله کې بې حرکته خیژې او پورته کیږې، ددې پرځای که امکان وي کوټې یا بل ځای ته په زېنه کې پورته شه، یا هم که په یوه کوچنۍ لار ځې، په اوږده راتاوو شه څو دې ورزش هم ورسره وشي.

او که غواړې چې لا ډیره ذهني روغتیا او ګټه ترلاسه کړې، نو هڅه وکړه چې هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقېقو لپاره بهر وګرځه او ورزش وکړه.

همدا راز هڅه وکړئ چې لمر ته ډیر کیښنئ، ځکه هغه مو بدن ته ویټامین ډي زیاتوي، چې د ویټامین ډي په زیاتولو سره ستاسې په مغز کې سیروټونین(دا یوه کیمیاوي ماده، چې د انسان په وضعیت باندې پټ اغیز کوي، خو دلته ترې هدف دماغ دي) زیاتیږي.

((ثابته شوې خبره ده چې په طبعي ځایونو کې ګرځیدل او طبعي لارو ځینې کار اخیستل د فشار د له منځه وړو لپاره تر ټولو غوره چاره ده.))

۵ښه غذا یا ډوډۍ وخوره

څه چې خورئ، هغه مو د دماغو په شمول ټول وجود تغذیه کوي، همدا راز وجود ته مو بیلابیل کیماوي او طبي مواد زیاتوي چې په زیاتیدو سره به یې تل بېدار او ويښ اوسئ.

۶د نورو په اړه سخي او پرانېستی اوسه

دا احساس چې ګواکې نورو ته ځان ارزښتمن کړې، د مثبت فکر د زیاتیدو لپاره ډیر مهم دی.

څومره چې نورو ته ښه نیت ولرې او ورسره بې تعصبه ژوند وکړې، دا کار کولی شي چې نورو ته مو په نظر کې ښه ور ولي او ښه مو ور وپيژني.

۷ځینی وخت د بل چا لپاره هم څه کوئ

څیړنو ښودلې، له نورو سره مرسته کوونکی اوسېدل، ستا د هغه احساس لپاره ډیره ګټور دی چې د خپل ځان په اړه یې کوې.

مرسته کوونکی، مهربانه او هغو نیکو کاره اوسیدل ارزښت درکوي او نورو خلکو ته مو هم ډیر ګران او درنوي. یعنې له نورو سره مرسته کول مو غني کوي.

۸دمه اخیستل

کله چې لږ هم تر فشار لاندې راغلۍ، نو دې وخت کې غوره ده چې دمه وکړئ.ځیني وخت کې تر ټولو ‌ډیره ښه دمه دا وي چې د تنفس ایستلو تمرین وکړئ یا هوا کش کړئ، هغه داسې چې سترګې پټې کړې او لس ځلې ژوره ساه واخلې.

۹خوب ته په خپل وخت لاړ شئ

ډیرو څیړنو ښودلې چې له خوبه محرومیت د انسان پر وجود او وضعه باندې د پام وړ منفي اغیز لري. هڅه وکړئ چې په منظمه توګه ویده او ويښ شئ، همدا رانګه ښه عادتونه وکړئ چې ښه خوبونه هم ولرۍ، له خوب نه یو ساعت وړاندې مو خپل سکرین بند کړئ، همدا راز د خوب ځای یوازې خوب او ارام لپاره ځانګړی کړئ او په کې یوازې خوب وکړئ.

دا کار باید همدا اوس شروع کړئ، څو مو ذهني روغتیا نصیب شي، هغه وخت ته انتظار مه باسئ چې کله له مشکلاتو سره مخ شئ، دا عادتونه له ځانه سره وساتئ او عملي یې کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی