شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد یوناما نوی سرپرست: ط-ان‌ دې د ښځينه ښوونځيو د پرانيستلو په...

د یوناما نوی سرپرست: ط-ان‌ دې د ښځينه ښوونځيو د پرانيستلو په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما سرپرست «رامز الکبروف» له طالبانو غوښتي،چې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د هغه په وينا،ډېرو طالب چارواکو ورسره د لیدنو پر مهال ادعا کړې،چې د نجونو د زده کړو خلاف نه دي،خو دی له طالب چارواکو غواړي چې په دې اړه عملي ګامونه واخلي.

  نوموړي په ورته وخت کې وويل،چې د افغانستان بشري ناورين ژر پای ته نه رسیږي او نه هم نړيوالې مرستې په دې برخه کې چټک بدلون راوستلی شي.

د یوناما سرپرست د دغه وضعیت د بدلیدو لپاره د خلکو لپاره کار موندنه‌ او ستونزو ته ېې حل لارې موندل اړین وګڼل.

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو په اړه ویلي،چې ملګري ملتونه په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته د مرستې رسولو مسوولیت لري،نه دا چې د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندل.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان سلګونه زره نجونې او ښځې له ښوونځيو،دندو او فعاليتونو څخه محروم ګرځول شوي دي.

طالبانو په ښکاره تل د دغې ستونزې د حل خبرې کړي او مخکې خو ېې د خپلو ملاتړو ملایانو د غونډې اصلي هدف هم د ښځو په اړه د طالبانو د دريځونو په تړاو مشوره ښودلې وه،خو‌ په یاده غونډه کې په دې اړه خاموشي د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده.

1 COMMENT

  1. وایی ؛طالبان پر خپلو ژمنو عمل نکوی، دا څه افاده کوی؟
    اول ـ قرانکریم فرمایی؛ یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم ، دا خاصیت د اسلامی امراوو قطعاََ ندی او دا مذموم او رذیل صفت دی او اسلامی امراوو کی سابقه نلری ،دا افراط نه بلکی د منافقینو
    د استخباراتو لوبه ده ،د بعدی پروژو لپاره،چې عُمال یی پر مومن ملټ تحمیلوی۰
    دوهم ـ که طالبان خپل مینځی اختلاف لری ،بیا هم الله رب العزت ،لار راښودلی او فرمایی؛
    فان تنازعتم فی شی ءِِ فردوه الی الله والرسول اِن کنتم تومنون بالله والیوم الاخر ۰۰۰۰
    لدی نه چې موږ دارالافتاء نلرو ،نو باید د امت او جهان اسلام ،علمی معتبرو مراجعو ته، مراجعه وشی
    دومره لوی بی معنی توقف د طالبانو عدم کفایت،اشغال د کرسیو په نا اهلانو او استخباراتی رذالت
    ښیی،او دا د میلیونونو انسان حق تلفی ده او هر څوک دی څڼور ظالم جاهل ته د پښتون او افغان په
    نامه توهین او تحقیر کوی او یو معزز مومن ملت ته د وحشی داړونکی خطاب تر سره کیږی او د افغانانو حیثیت د نسواریانو تُفدانی کی ملوث کیږی ،چې نارمل انسان ته ډ منلو نده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب