شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهکرزی: د لوېې جرګې تالار کې وروستۍ غونډه د ط-انو خپلمنځي غونډه...

کرزی: د لوېې جرګې تالار کې وروستۍ غونډه د ط-انو خپلمنځي غونډه وه

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) ‏‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې د طالبانو له لوري د لوېې جرګې په تالار کې په خپل ملاتړ بللې غونډه نقد کړې او ویلي،چې دا د طالبانو خپلمنځي غونډه وه،چې یو شمېر محدودو نورو کسانو هم ګډون پکې درلود.

هغه زیاته کړې، چې دا «د طالبانو د علماوو ناسته» وه، نه لویه جرګه چې د ټولنې د بېلابېلو ډلو استازي پکې برخه ولري او د مهمو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.

کرزي پر پخواني ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا له هېواده د وتو په اړه نیوکې کړي او د جمهوري نظام او بنسټونو د سقوط عامل ېې بللی دی.

حامد کرزی وايي، نه غواړي بیا واک ته راوګرځي؛ ځکه په خبره یې، څوارلس کاله یې د ولسمشر په توګه خپله دنده کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې د اساسي قانون له مخې یې منتخب ولسمشر ته واک پرېښی او نور نه غواړي په هېڅ ډول بیا واک ته راوګرځي.

له ښاغلي کرزي څخه مخکې د طالبانو يوه ملاتړي او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار هم ورته څرګندونې کړې وې.

حکمتيار دا هم ویلي وو،چې د طالبانو امیرالمؤمنین هم نقد کیدای شي،ځکه اسلام د بیان ازادي ورکړې ده.

شنونکي باور لري،چې د لوېې جرګې په تالار کې د طالبانو د ملایانو له لوېې غونډې،ویناوو او پریکړو څخه وروسته د دوی ډېرو کابل مېشتو او نورو ملاتړو له طالبانو څخه د خپل ملاتړ په دوام داره ساتلو کې زړه نازړه توب ښودلی.

حامد کرزی او حکمتیار دواړه د طالبانو له مخکښو ملاتړو څخه وو،خو طالبانو د ډاکټر عبدالله،فضل هادي مسلميار،عمر زاخېلوال او نورو کابل مېشتو سیاستوالو په ګډون دوی ته هم په خپله پلوۍ جوره شوې جرګه کې د ګډون فرصت ورنه کړ.

9 COMMENTS

  1. رشتیا، ما د اشرف غنی او عبدالله د لومړی ځل کاندیداتوب ( چی نژدې لس کلونه مخکی تر سره سو ) د عبدولا پلوی کول او دلیل می دا ؤ چی:
    ” زموږ په ښار کی ځینو پیسه دارو خلګو خپلی روپۍ ځینو مخورو او تجارانو اهل هنود ته د امانت پتوګه سپارلې ( ممکن علت ئې دا ؤ چی هندو د ځینو دلائلو پر بنسټ د امانت سپارونکی کس د روپو د بیرته سپارلو څخه د انکار جرئت نه درلود “.
    نو
    عبدالله خان هم د غیر پښتون پتوګه ممکن دا جرئت نه درلودای چی د پښتون مدنی حقوقو د سپکاوی جرئت ولری او حتی ممکنه وه چی د چاپلوسۍ او بیری او د پښتون د پاملرنی د جلب په موخه پښتون ته ډیر امتیازات په نظر کی ونیسی. ( قسم دئ که می بل منظور درلود ).
    امّا
    نن سبا می هغه چا ته د ……تبه سی کوم چی دا سخیف او احمقانه بیان تر خولې را باسی چی ګواکی د جمهوریت د سقوط او ړنګېدو لامل د غنی تیښته وه.
    هغه کسان یا کس چی دا ډول ادعا مطرح کوی یا احمق دئ یا احساساتی او عُقده ای دئ او یا د لوبو د څرنګوالی او لویو لوبغاړو د ستراتژیکو اهدافو د کیفیت څخه کاملاً بې خبره دئ او یا اصلی استعمارګرانو ته د برائت ورکولو په لټه کی دئ او یا ځان لوی تحلیلګر ور ته ښکاری.
    ” عقل ” هم لوی نعمت دئ ځکه د بدیهاتو اصلی ماهر صیاد همدا عقل دئ.
    وسله وال پوځ ته ” د حال په ژبه ” د لندن او واشنګټن څخه مستقیماً دستور صادر سو چی د طالب په وړندی د مقاومت څخه لاس واخلی، تقریباً ټول ولایتونه او ولسوالۍ د طالب لاسته لوېدلی او حتی د کابل د ښار ( نه ولایت ) په لمنو کی طالبان ګرځېدل چی اشرف غنی وطن پریښود.
    احمق او خر هغه څوک دئ کوم چی پر بل چا د احمق او خره ګومان کوی.
    د یو سرای یا کور ټول غولئ او خونو میږیانو ورځی ورځی مخکی پر اخیستی وی خو ددې میږیانو د حضور علت د احمد یا محمود لخوا د غوړی او خوږې ډوډۍ شیندل وګڼل سی ( هغه شیندل چی د میږیانو تر حضور وروسته تر سره سوه ).
    سړی د چا څخه او څه څخه وژاړی؟
    یو څوک چی د حقیقت تشخیص او یا د حقیقت د بیان جرئت نلری نو خاموشی باید غوره کړی.

  2. لوريوت ويلي:

    د بحران په وخت کې، هوښيار خلک د حل په لټه کې دي، احمقان د مجرمانو په لټه کې دي.

  3. ملاحامد کرزي آخندزاده بابا غوښتل یوځل بیا د افغانستان د موقتې ادارې رئیس و ټاکل شي ، له همدې امله ئې تل د اشرف غني د حکومت پښې وهلې او د عبدالله په مشرې د ټلوالې ملاتړ به ئې کاوو چې څومره ژر کیږي ډاکتر غني له پښو وغورځوي . د اشرف غني حکومت له پښو وغورځېد ، ټلوالې د پاکستان په مرسته له حتمي مرګ نه نجاب پیدا کړ او د دوبۍ او ترکیې په لور سره خپاره شول ،
    خو د الله کارونه نور دي. ملا کرزی آخندزاده نن لکه ترخه مولۍ پاته شو، نه د دین شو او نه د سادین . وایی آلو ترش دي ، نه ئې خورم . حال داچې هېڅ کاره دی ، اما لکه د تروو مچ په هرو شړومبو کې پروت وي .

  4. د غ. حضرت د لیکنی سره موافق یم او ښه يی روښانه کړی چی دا د چا لوبه وه او څوک يی لوبغاړی وو چی خپله کرزې هم په خپل وخت سره ددوۍ په لاس ولوبیده.
    خو کرزی چی کوم خپل ټول ارمانونه په تالبانو پسی تړلی وو هغه تر سره نه شول او اوس
    نو د هغه صراف قیصه ورسره شوی چی په صرافۍ کی يی بی حسابه تاوان کړی و نو د ځان سره همیشه په لوړ اواز په جګړه و
    چی یوه ورځ يی په جومات د اودس کولو په وخت کی د خپلی پخی په ځای پردۍ پخه مینځلی وه

  5. یو ه چینایی فیلسوف ویلی چې یو څوک هره لوبه کولی شی مانا له خبل ځانه هرڅه جوړولی شی خو یو کار نشی کولی او هغه داچې له خبل پوتکی بهر خان نشی ښودلی. کرزی ولس پېژنی.
    کرزی دافغانستان لوی په ډانګ پېیلی جنایت کار
    دبن دککړې هوکړه لیک ګوداګی ،مکار او حیله ګر او ګلم بمو ته زمینه برابرول
    کرزی دپښتنو دتباهی او له منځه وړلو پرازیت
    کرزی مزور لیوه د اسلام او ملی فرهنګ وژونکی
    له یتیمانو، کونډو ، احتیاجو او بې وزلو په تمامه مانا بې خبر
    دلوی کندهار او هلمند دمعارف ستر دښمن
    کرزی د واشنګتن اولندن تر منځ یو تف طفیلی مزدور
    دکرزی دخامې او پخې غوښې کیسه په انتر نت کې
    او با الاخره داټول نادیده شمیرل او د منافقت له هرې کړکی بیا سر را ایستل دډېران هغه چرګ ته باتې کیږی چې په هرڅه کې د مضرت مښوکه وهی. دا شخصی نظر نه دی او نه شخصی غرض لږ تاریخ ته مراحعه وکړی او دې مظلوم ولس تباهیو ته ځیرشی او فاجعو ته ګوری

    Reply

  6. کله کله چی وخت ولرم نو تاند ګورم . په دی ویبپاڼه کی دګوتو په شمیر هوښیار خلګ ښی لیکنی کوی، مثلاً عبدالوحید وحید ، محمد عارف رسولی ددې ښاغليو لیکنی علمی دی ، دتاند دیوڅو چلمیانو ترسویې لوړی دی ځکه نو پر داسي لیکنو دپیتاوی تبصرو جرءت نه شی کولای. یایې په جواب کی علمی لیکنی نه شی کولای. یاښایی دا هغه کسان وی چی په تیره شل کلنه دوره کې یې دلوړو چوکیو او امتیازیاتو لرلو ارمان چانه وی پوره کړی، اویا داچی سمتی تعصب او کرکه لری.
    ورسره تاند هم لکه شفیع اغیار دپیسو لپاره په یوټیوب کی داسی مسایل خپره وی چی دیوڅو احمقانو خو ښی شی اوشفع اغیار ته دچرسو دتودو چلمونو تودې تبصرې ورولیږی.
    تاند هم په اعلانونو چلیږی. تاسو چی دومره دافلاتون ، سقرات … په څیر عاقلان یاستی نو ولې عملاُ دا خپل عقل او زړورتیا په افغانستان کی نه ثابتوی.
    ګیري اوبریت مو دسوسیال په خوړلو کی سپین کړل. زه خو مزدور سړی یم لیک لوست می هم په تیره شلکلنه دوره کی زده کړ اوس هم مطالع کوم علاقه می ډیره ده. او کشرانو می په همدې دوره کی په کور دننه او بحر کی معتبرسندونه واغستل. زه د خدای نه خواست کوم چی هغه دوره بیارشی ځکه چی زه اوزما کشران نمک حرامه نه یو مونږ ته حامد کرزی اوراشرف غنی ډیر سه وکړل په تیره بیا کرزی صیب چی په داسی وخت کی پاچاشو چی افغانستان کی هیڅ شی نه و پاتی.

  7. زما د ښاغلی نور خبری ډیری خوښی شو. هیڅ انسان بی عیبه نه دی. ښاغلی کرزی او ښاغلی غنی هم انسانان دی، ورڅخه به تیروتنی شوی وی. خو زه بیا نه پوهیږم چی د ډیرو په تبصرو کی د ښاغلی کرزی او بعضی وخت د غنی په وړاندی د کرکی نه ډک الفاظ استعمالیږی. ډیر داسی لیکی چی کرزی ځکه خاین دی چی دی د شمال ټوپک سالارانو ته په دولت کی ستری چوکی او ډیر قدرت ورکړ. زه په دی خبره ډیر تعجت کوم او راته خندا راځی. ځکه هغه خلک چی دا ډول فکرونه کوی، یا دا چی د حقیقت له دنیا څخه بهر ژوند کوی او یا دا چی ړانده او کاڼه دی. زما په یاد دی، کله چی طالب د امریکا او متحدینو په لاس پاکستان ته وشړل شو، ټول ملک او په خاصه توګه کابل د پنجشیریانو په لاس کی وو. پښتانه په هرځای کی په عام محضر کی په نښه کیدل، ځوریدل، بی عزته کیدل، وژل کیدل. د امریکا او کرزی له برکته پښتنو ته په هغه وخت کی په دولت او نظام کی لږ چانس ورکړل شو. نو دا خبره غلطه ده چی کرزی نورو ټوپک سالارانو ته چوکی ورکړی، بلکه برعکس ده. پرته له کرزی څخه به د ټولو پښتنو سراسری وژنه (په کور، کوڅو، غرو، دښتو او ښارونو کی) تر نن ورځی پوری دوام درلود. تیروتنی به ورڅخه شوی وی، خو درناوی یی پر مونږ حق دی. مخکی له دی چی تاسو پر نورو نیوکه وکړی او ورته ښکنځلی وکړی، له ځانه هم وپوښتی چی تاسو ددی ملک او خپلو خلکو لپاره څه کړی. اکثره پښتانه خو دومره بدبخته دی چی په خپله کورنۍ کی ورور او تربور وژنی. هیله مند یم چی په راتلونکی کی به خلک د بدو ویلو مخکی یو څه فکر کوی او د ځان او ټولنی د اصلاح لپاره به مثبت وړاندیزونه کوی.
    مننه

  8. ګندنه هو تازه ګندنه داڅه ټېپر دی
    وایی په غوږ ویشتلی بیدار وی. داسمه ده چې هیڅوک بې عیبه نه دی هغوی هم انسانان دی خو دمومند په څېر نه دی بلکې ملی خاین او په استعمار او استعباد خرڅ شوی سپاره ګؤډاګیان دی . مګر چا دجنایت او حماقت لپاره دناوې په څېر راوستل. تا باندې هم د سوی چل شوی چې په رنا سترګو خوب وینې اویا دهمدې سفاکانو له کاسه لېسو څخه یی نوخکه کرکه اوو اقعیت درنه ورک دی :صم بکم عمی فهم لایرجعون!ملامت نه یی تاکه دتعجت اوتعجب توپیر کولای شوای نو خندا نه درتله او دهمدې یتیم ولس له حاله خبرېدې.
    ښکاری چې حافظه دې هم کار نه کوی یا ته هم کر یی! پنجشیر چا په ولایت بدل کړ؟ هم خوب وایې هم مانا:
    پښتانه په هرځای کی په عام محضر کی په نښه کیدل، ځوریدل، بی عزته کیدل، وژل کیدل. بلکې برعکس څنګه ستا سر چې په تعجت نه خلاصیږی نوبرعکس خو تاته ډېر مشکل دی یاره! مومند خو ډېر هوښیار خلک دی مګر ته ولې لکه غنی مټکور پاتې يې؟
    مجهوله خبرې مه کوه یوڅوک چې ټول ملت شاته پرېږدی او تښتی یو څوک چې مجاهد ولس د بن په مرداره او کثیفه هوکړه لیک کې پلوری دا تاته تېر وتنه ده، په غضب ککړ شی چې دغه قابیلان بیا پرتا څه ډول حق لری رښتیا ! دحق ادب او دسبلین هم درنه ورک دی مزدوره او په اتکل قاضی.وجاءالحق ان الحق کانا زهوقا ښکنځلې نه دی بلکې جهالت او حماقت اوپه واقعیت نه پوهېدل اهانت دی نه نیوکه. یوغل څنګه دټولنې د اصلاح او مثبته برخو څخه یادونه کوی هغه چې جنایت او بربریت نه پېزنی.ستا فکر هم جامد شوی
    که زوړ یې الله ج دې هدایت در ته وکړی او که ځوان یی زه مرسته درسره کولای شم چې انسانیت یعنی څه، ته به زما مرسته هم وپېژنی چې زه څه کولای شم او ما د ې محرومې ټولنې ته څه کړی افغانستان زموږ ګډ کور دی.
    لا تراوسه یې ماغزه به کرار نه دی چاچې ماسره سروهلی پر سنګ دی. دپوهنتون استاد جاوید مومند په څېر پوهه علم اوعرفان ته مخه کړه

  9. فکر کوم چې ایت شریف داسی دی؛
    و قل جاء الحق و زهق الباطل، ان الباطل کان زهوقا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب