شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهکابل: ډاکټر انور الحق جبارخیل ووژل شو

کابل: ډاکټر انور الحق جبارخیل ووژل شو

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) ‏‏راپورونه وايي،چې د افغانستان يو مشهور ناندریز ډاکټر انورالحق جبارخیل نن ناوخته د کابل ښار په ختيځ کې وژل شوی دی.

د کابل ښار د ۲۲مې ناحېې په ځاځي پارک سیمه کې څو عیني شاهدانو تاند ته تاييد کړه،چې له نوموړي لومړی ناڅرګندو کسانو لومړی سر پرې کړی او بيا يې جسد په ډزو ويشتی.

د دوی په وينا،د نوموړي جسد هملته غورځول شوی و، خو‌ اوس د کابل عدلي طب ته لېږدول شوی دی.

انورالحق جبارخیل ځان د اسلامي -طبي فلسفې موسس باله او په وروستيو کې ېې د مختلفو موضوعاتو په اړه ناندیزې مرکې کولې.

د ښځو د حقونو په ګډون د ځينو نورو مسایلو په تړاو د نوموړي څرګندونې له څه مودې راهيسې توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې وې.

د هغه د وژل کیدو په اړه طالب چارواکو څه نه دي ويلي.

5 COMMENTS

  1. د يو انسان وژنه په بېرحمه توګه يو ناوړه او نامشروع عمل دی.
    څوک چې بې رحمه نه وي بې رحمه او بوږنوونکې وژنې نه کوي.
    الله تعالی دې پرې ورحميږي. هر څونک چې وي الله تعالی دې يې وبښي.
    حاکمه اداره يې بايد قاتلين پيدا او محکمې ته وسپاري.

  2. خواشینی شوم
    د یوه مسلمان مرګ اتیا سلنو حالاتو کې د مسلمان له کبله وي
    خوښ یم چې د مسلمان وژنه کې بېل اندي (اتیستان ) لاس نه لري

  3. له بلی زاوئې:
    ما په یوتیوب کی ددې مقتول کس یو څو ډرامې لیدلی دی.
    مخکی له مخکی له ګرانو لوستونکو څخه په بخښنی سره؛
    زموږ اکثره روشنفکران او عالمان او پوهان او سکولران او مذهبیان او ادیبان او هنرمندان او…. نه کُفر سم پیژنی او نه اسلام او نه سکولریزم ، اکثراً یا پر دې مسئلې باور نلری او یا ئې د سیوری د درک توان نلری چی:
    نن سبا د سیدنا ابراهیم علیه السلام د دوو زامنو ( اسمعیل او اسحق ) د اولادونو تر منځ سخته عقیدتی تربورګلوی جریان لری چی هیله ده پدې هکله د عینی واقعیاتو په ررُڼا کی پلټنه او مطالعه وسی.
    نړیوال صهیونیزم جبارخیل غوندی کسان د عِرفان او درمان په لباس کی روزلی دی څو د خپلو مزخرفو عقائدو او بیاناتو پواسطه زموږ غوندی ټولنو د ځوانانو او غیر ځوانانو فرهنګی او عقیدتی او فامیلی او عاطفی او روحی او….. جګی جګی غونډیانی ور هواری او د ټولنی ټول وګړی خصوصاً ځوانان د ډیرو منل سوو لوړو معنوی ارزښتونو په وړاندی بې تفاوته او شکّاک او ددې ارزښتونو په وړاندی فکری – عملی بغاوتونو ته وهڅوی.

  4. که دغه ډاکټر د اسلام څخه چیری ناخبره وو ، او یا صهیونیزم تربیه کړی وو، نو د وژلو به ځای ولی محاکمه نشو ، ولی ورسره د عامو خلکو او علماؤ به مخکی ښکاره مناظره نشوه کیدلای ، کیدای شی چه بیا دا قضیه هغه څه چه غ خضرت ویلی بالعکس وی

  5. هره ملامتي به پرصیهونیستانو هم نه وراچوو. زمونږ طبیعي جهالت نورو استخباراتي ډلو ته دا موقع په لاس ورکوي چې له تشدده ډک اعمال ترسره کړو.
    هغوی چې افغانستان کې ځري لري هغوی ډېرښه ساتي او د خپلو هم مسلکانو په لاس نه وژل کیږي . په تېرو څلوېښتو کلونو کې د پردیو د استخباراتو په لاس روزل شوي له خلیفه برهان الدین رباني نه پرته بل یو هم ندی وژل شوی ، څوک په طبیعي مرګ مړه شول او پاتې ئې لا سرې سترګې ګرځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب