تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي،چې له افغان خاورې پينځه توغنديز بریدونه ورباندې شوي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وينا،یاد شوي توغندي پر ترمذ ښار ویشتل شوي،چې څلور ېې پر یوه کور او يو بل ېې پر یوې دښتې پريوتی.
ويل شوي،چې دغه بریدونه کوم ځاني تلفات نه لري.
په افغانستان کې واکمنو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
څه موده مخکې داعش ډلې له افغان خاورې پر ازبکستان او تاجيکستان د توغندیزو بریدونو ادعا کړې وه،چې تاجيکستان تایید کړې او ازبکستان رد کړې وه.