تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د وروستیو زلزلو د مرګ ژوبلې او نورو زیانونو په اړه د خپلو موندنو پايلې شریکې کړې.
دغه سازمان ویلي،چې د دغې زلزلې له امله ۱۳۰۶ تنه مړه شوي،۶۰۸۳ تنه ټپيان او ۳۶۱۶۳۴ تنه نور زيانمن شوي دي.
ويل شوي،چې ډېرې زلزله ځپلې کورنۍ اوس هم په پرانيستې فضا کې ژوند کوي او پر اسهال،وبا او ملاريا ناروغیو د اخته کیدو لوړ خطر سره مخامخ دي.
مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د۱۱۰،۳ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه.
ځینې شنونکي باور لري،چې دغه زلزله ځپلي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له کبله له لازمو نړیوالو مرستو څخه محروم پاتې شول.
طالبانو له ټولو هېوادونو او مرستندويه سازمانونو څخه دغو زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې وه،خو ځينو نړيوالو سازمانونو طالب چارواکي د دوی په مرستندويه چارو کې په لاسوهنې تورن کړي وو.