Homeخبرونهملا یعقوب قطر ته په سفر ولاړ

ملا یعقوب قطر ته په سفر ولاړ

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) ‏‏د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، او ورسره مل پلاوی د قطر په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شوى.

د طالبانو په کنټرول کې باختر خبري اژانس ویلي:«ټاکل شوې چې د ملي دفاع وزیر به په دغه دوه ورځني سفر کې د قطر له جګپوړو چارواکو سره وګوري.»

د نوموړي د دغه سفر موخه نه ده په ډاګه شوې.

ګومان کېږي ،چې نوموړی به د طالبانو د لوی کندهار د ډلې په استازيتوب قطر ته تللی وي.

مخکې د يادې ډلې استازيتوب تر ډېره د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کاوه.

ملا برادر اوس سعودي عربستان ته د حج لپاره تللی.

څو میاشتې مخکې روسیې ته له ملابرادر سره یو ځای د ملا یعقوب د نا اعلان شوي سفر خبرونه ورکړل شوي وو،چې طالبانو وروسته رد کړل.

له دې سره،دا لومړی ځل ګڼل کېږي چې طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ له پیله څخه وروسته يوه بهرني هېواد ته د دوی د دفاع وزیر د سفر خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...