جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ملا عمر موټر له خاورو را وايستل شو

د ملا عمر موټر له خاورو را وايستل شو

تاند( سې شنبه، د سرطان څوارلسمه) ‏د‌ طالبانو مطبوعاتي سرچېنې وايي ، چې د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې یې د خپل تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر موټر له خاورو ویستی.

د طالبانو يوه تبلیغاتي فعال محمد جلال په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه موټر د ټویټا ماډل اړوند دی.

د‌ هغه په وينا له خاورو ويستل شوی دغه موټر پاک کړل شوی هم دی.

ويل شوي چې د یاد شوي موټر د مخې ښیښه ماته شوې ده.

طالب سرچینو ویلي،چې ملاعمر په ۲۰۰۱ کې هغه مهال،چې امریکایانو ېې د واکمنۍ د رنګولو لپاره عملیات پیل کړل،په دغه موټر کې له کندهار څخه زابل ولايت ته تللی و.

طالبانو نه دي ويلي،چې ملا عمر ته په منسوب ګڼل شوي دغه موټر څه شی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب