جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د لمر په انرژۍ ۱۷ ورځې الوت

د لمر په انرژۍ ۱۷ ورځې الوت

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۴ مه) بې پېلوټه او د لمر په انرژۍ چلېدونکې الوتکه (Zephyr S) ۱۷ وړرځې پر له پسې الوت ته دوام ورکړ.

دا الوتکه، چې تار ډېره بې پېلوټه الوتکې یا ډرون ته ورته ده، په جون میاشت کې په ایرزونا ایالت کې د امریکا د پوځ له (Yuma Proving Ground) مرکز څخه والوته.

زفیر ایس (Zephyr S) الوتکه په داسې ډول جوړه شوې چې د اوږدې مودې لپاره په اسمان کې وي او د پوځ لپاره د یوه سینسور په توګه کار وکړي.

دا الوتکه اوس د امریکا د پوځ پر مرکز تجربوي الوت کوي.

ایربس کمپنۍ هم له یوې مودې راهیسې په همدغه سیمه کې د یوې الوتکې ازمېښتي الوتنې کوي.

زفیر ایس د جون په ۲۷ مه د مکسیکو له خلیجه تېره شوه بیا د کربین سمندرګي لور ته لاړه، وروسته د جنوبي امریکا د بلیز هوايي قلمرو ته داخله وه.

تېره اوونۍ بېرته د امریکا د متحدو ایالتونو لور ته راغله.

دا د لمر په انرژۍ چلېدونکې بې پېلوټه الوتکه ۲۵ متره اوږدوالی او یوه کوچنۍ احتیاطي ټانکۍ لري. زفیر ایس الوتکه تر ډېره د لوړ پرواز لپاره جوړه شوې ده. تر ۲۳ زره مترو پورې لوړېدای شي.

د دې الوتکې وزن کابو ۱۶۵ پونډ‌ه دی او څو تنه پکې سپرېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب