پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+که انسان نه وی تاریخ به نه و

که انسان نه وی تاریخ به نه و

استاد شهسوار سنګروال
انسان یو ټولنیز مخلوق دی او تاریخ هم د انسان په پیدایښت سره سم یو ځای پېلېږيږ. مانا دا چې تاریخ د تېرو نا ژوندیو توکو د پېښو سرچینه او څیړنه نده، بلکې د تېرو ټولنیزو پېښو تشریح او څیړنه یې ګڼلی شو چې راتللونکي ټولنیز ژوند ته د یوې هنداری بڼه لري. که انسان نه وی تاریخ به نه وو، بلکی انسان دی چې د ځان او د نړۍ د کایناتو تاریخ لیکی.
نو پدې بنسټ د تاریخ اصلي موضوع انسان دي، د انسان او ټولنیز ژوند د ودې او پرمختګ بهیر او په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او په ټوله کې د اجتماعي ژوند د بېلابېلو پړاوونو او اړخونو توضیح او ارزونه ده، چې د تاریخي پېښو یو ټاکلی زمان او مکان په ګوته کوي.
لکه چې وویل شول تاریخ یو ټاکلی زمان په ګوته کوي، نو ځکه خو تاریخ د خپل پیدایښت نه تر اوسه پورې د تاریخپوهانو په اند دوه پړاوونه وهلي دي، چې لومړي پېر ته له تاریخ پخوا (قبل التاریخ) (pre history) دوره ویل کېږي، چې د انسان له پیدایښت سره تړاو لري او دویم پېر بیا د لیک لوست له پيدایښت (۳۳۰۰ مخزیږدي) نه وروسته پېلږی، که څه هم تر اوسه لا ډېر لرغوني ټوکي د انسان د ټولنیز ژوند لومړی پېر یانې د لیک او لوست د نه شتون له بابته نه دي موندل شوي او یا ندي لوستل شوي، لادغه زمان تر اوسه په تیارو خړوکی تت دي، خود لړغونپوهنې (archeology) او انسانپوهنې (anthropology) پر بنسټ، د ځنو نښو نښانو له مخې ددرک وړ دی.
  د کار وسیلې او وسلې، ګاڼې او هنري توکي خټین او ډبرین لوښي له لرغونپوهانو سره مرسته کولی شي، که څه هم دغه پېر په دوه برخو (د ډبرې او فلز پنوم) وېشل شویدی او یو شمېر نور لرغوني اثار دي، چې په ټوله کې د لرغونپوهنې (ارکیالوجی) ټولنپوهنې (سوسیالوجی)، وګړپوهنې (انتراپالوجي) او توکمپوهنې (انتالوجی) په رڼا کې د هغوئ تاریخي د بد به او ارزښت په ګوته کیدی شي.
د تاریخي پېر بهیر بیا د لیک لوست له پیل نه که هغه انځوریز لیکدود وو او یا د لیکدود بلکه مختللی بڼه وه شروع کیږي، چې د ټولنیز ژوند یو شمېر نښی نښانې یې په بېلابیلو بڼو وکښلې او یو د بل پسې راتلونکي نسل ته په میراث پرېښودلې.
د دغو پاتې سونو بېلګې د لرغونپوهانو د لیکدود د څیړنو له مخې په یو شمېر هېوادونو کی تر ګوتو شوې، چې د تاریخې پېریوه لویه لاسته راوړنه وګنل شوه. د ساري په ډول په کلده، بین النهرین-دجله و فرات، مصر، مدیترانه (فنقیه-فلسطین)، لرغوني هند، هندو چین، لرغوني افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو کې د یادولو وړ دي.
موږ غواړو د لرغونی افغانستان د تاریخ تته څېره د اوسنیو لاسته راوړنو په رڼا کی د تاریخ د نوی مېتود پر بنسټ وڅېړو، چې د تاریخ زده کوونکي او مینه وال ترې ګټه واخلی.
په کا ر دی ،چې د تاریخ لیکنې اوسنی میتود باید تحلیلی او تعلیلي وي او ټولې ټولیزي خواوې پکې څیړل شوي وي.
تاریخ د انسان پیدایښت څیړي او د ټولنیز ژوند د ودې او پرمختګ ارزونه او ځېر نه کوي، چې له یوناني هیستوریا (historia) څخه اخستل شویده.
تاریخ په عام مفهوم سره د بشریت او کایناتو د توکو تشریح ده او د انسان له تکوین او پیدایښت نه راواخله تر لمریز نظام، ستورو، کهکشانونو او لایتناهي کایناتو پورې، که څه هم انسان او اوسنۍ تکنالوژي تر اوسه هم د دې جوګه نده، چې د ټولو کایناتو رښتنې څېره څرګنده کړي، خو بیا هم انساني هڅې روانې دي، چې د کایناتو تیاره ګوټونه روښانه کړي.
تاریخ د خاص مفهوم په مانا د انساني ټولنې ژوند څېړي، د ودې او پرمختګ بېلابېلو پړاوونو ته ګوته نیسي چې د انسان ټولنیز ژوند پورې اړه لري.
تاریخ، د تېرو تاریخي پېښو رښتنی آنځور او بیان دی، چې د ټولنیز ژوند بېلابېل اړخونه څېړي او د یوه نسل هر اړخیزې هڅې او تجربې، راتلکونکي نسل ته لېږدوي.
لکه څرنګه چې تاریخ د انسان د فکر رښتنی ملګری اود انساني ژوند رښتنی انځور دی، همدارنګه د مادي او معنوي ارزښتونود لېږد وسیله هم دی،چې د ټولنیز مدنیت او کلتورد پراختیا او پرمختیا هنداره یې ګڼلې شو.
انسانیت او مدنیت 
۱— ځمکه :
پخوا تردي، چی د انسان د پیدایښت او بیا د یو متمدن انسان په اړه خبری وکړو، غوره به وي چې په لنډه توګه د ځمکې د پیدایښت په تړاو هم وغږیږو.
د ځمکي د پیدایښت به برخه کې له پخوانه ډول ډول انګیرنې تر سترګو شوي دی چې ګڼو چغرافیه پیژندونکو، فزیک پوهانو او ستورو پيژندونکو په دی برخه کې خپل اندونه ډاګیره کړیدي.
یو فرانسوي ریاضي پوه لاپلاس Laplace (۱۷۴۹-۱۸۲۷) په دې اند وو، چې په سرکې لمریزه منظومه د وریځې ډېرۍ ته ورته وه او د یوه ډېر چټک حرکت او خوځښت له امله به یوې اورینې ټوټې واووښته، چې په پاې کې له مرکز نه د لرې کیدو به وسېله ترې یو شمېر ټوټې بېلې شوې.
ځمکه د نهو (۹) لمریزو منظومو له ستورو نه یو ستوری دی چې له مرکز نه د فرار په پایله کې لکه دنوروستور (عطارد، ذهره، مریخ، مشتري، زحل، اورانوس، نیپتون او پلوتون ) په څېر رامینځته شوه.
همدارنګه ګڼې سپوږمۍ اویو شمېر سیا رې، هم له یادو ستورونه را بېل شوي دي .
لاپلاس په دې ټینګار کاوه چی د ځمکې کره له میلونو کالو پخوا د لمر په چاپېر چورلیده، چې د وخت په تېریدو سړه شوه، غرونه او لوړې ژورې مینځته راغلې، د سختو بارانونو له امله سندونه او سمندرونه مینځته راغلل.
یو شمېر نور پوهان بیا په دې اند دي، چي په فضا کي یو شمېر زرو شتون درلود او د دغو توکو دډېرښت له کبله مرکزي هسته مینځته راغله، چې دیته یې لمرووا یه او بیا وروسته ستوري او سپوږمۍ مینځته راغلی.
یو شمېر نورو پوهانو د بګ بانګ د نظرې پخلی وکړ او د بګ بانګ big bang په تیوري یې ټینګار کاوه، چې په سر کې انشټاین (زوکړه ۱۸۷۹ کال) هم د بګ بانګ نظرې ملاتړی وه، ولې وروسته له دې انده پر شا شو.
د شلمې پېړۍ په سر کې یوه بلجیمي کاتولیک ملا (۱۹۲۷ کال) Georges Lemaitre په دې اند ټینګار کاوه او ویلی، یو وخت کهکشانونه دومره نږدې ول، چې د یوې کتلې (singularities) بڼه یې درلوده.
دغې سنګولاریټي په یوه بلک هول (black hole) کې شتون درلود، د جاذبې قوه یې دومره ډیره وه، چې دا ټوله مادی کتله (matter) یو په بله کې نغښتی وه او له بابته یې، کاینات ډیر ګرم، وړوکي او یو به بل کې (small hot dense) نغښتي وواو په پاې یوه داسې چاودیدونکې پېښه مینځته (explosion) راغله، چې دیته یې big bang وویلې.
له دغې پېښې نه وروسته تودوخه لږه شوه او رامینځته شوې ټوټې یو له بله لرې شوې، چې په پای کې اوسنې کاینات او کهکشانونه مینځته راغلل.
که څه هم یو شمېر انګېرنې داسې دي، چې د بګ بانګ نوم د یوې نظرې له مخې مینځته راغلی دی او یو شمېر پوهان دا نه مني لکه توماس ګولډ Thomas gold هرمان Hermann، بونډي bondi او فرېډ هول fred hoyle (چې یو وخت د بګ بانګ پلوی وو). دوئ په دې اند ول، چې دغو، کایناتو تل ثابت حالت درلود (steady state theory)، پدې مانا چې یو له بله نه لرې کیږي او نه لرې شویدي.
سره د دې ټولو څرګندونو بیا هم د دوهمې نظرې په پرتله د بګ بانګ د نظرې پلویان ډېر ول. خو په ټوله کې ساینس او اوسنئ پر مختللې تکنالوژي لا هم ډېر تیاره او تت ګوټونه ندي روښانه کړي او یو شمېر موهمې پوښتنې لا پخپل ځای دي.
که څه هم د ځمکې د پېدایښت په تړاو ډېرې څیړنې شوې دی او لا کیږي:
د مثال په ډول یو شمېر ځمکه پېژندونکو، ګیاپوهانو او د څارییو ډاکټرانو په ګډه د ځکمې او د انسان د تکوین تیوري په اړه په بیلابېلو وختونو کې خپل اندونه ترې کړیدي، چې موږ چارلیس لایل (Charles Lyell)، اشر (usher)، لامار (Lamarck)، هوکر (hooker)، آیزاګري (aysa gray)، آلفرد والاس (Alfred Wallace)، لویس اګاسیز (Louis Agassiz) توماس هکلی (Thomas huxey) هربرت اسپنسر (Herbert spencer)، چارلیس داروین او په لسګونو نور د بېلګې په توګه یادولی شو. (a.r.hyas, 1958 copyright 1958 by hr. Hyas. Published by Alfred A.knopf, Inc., new York.د ډیرو معلوماتو لپاره وګورئ).
د دغو اوږدو څېړنو نچوړ د ځمکی د جوړښت او پېدایښت په هکله یو شمېر جغرافیه پېژندونکو او پوهانو داسې کښلی دی:
۱ – د ځمکی اتوموسفیر atmosphere، چې د ځمکی شاوخوا راګرځېدلی دی.
۲- د ځمکې جامده برخه lithosphere د څېړونکو په اړه ویلې شوي توکي.
۳- د اوبو برخه hydrosphere چې د ځمکې په ژورو کې ټولې شویدي.
۴- د اور کره pyro sphere د ځمکې تر جامد یوټکو لاندې واقع ده.
۵- ډبرینه برخه bar sphere چې له خاورو ډیرو، اوسپنی، نیکل او له نورو د ر ندوتوکونه چوړه شویده.
۲- انسان :-
           لکه څرنګه چې د ځمکې د پېدایښت په اړه پوهانو او څېړونکو تر ډېره بریده یو شمېر پوښتنو ته بشپړ ځواب ندې ویلې، چې ځمکه، کاینات او کهکشانونه څرنګه یو د بل پسې مینځته راغلی دي؟ همدا ډول د انسان د پېدایښت په تړاو هم لسګونو، سلګونو او زرګونو بشر پېژندونکو او عالمانو خپلې نظرې او فرضې وړاندې کړیدي. . . یو شمېر څرګندونې علمې او تاریخي بنسټ لري، ولې لا تر اوسه هم ځنې څېړنې نا څرګندی او مبهمې دي.
هغه وخت چې لرغونو انسانانو، بدوي او ډیر وروسته پاتی نا متمدنه ژوند درلود د ژوند له ډېرو ستونزو سره لاس و ګریوان و او پدې هڅه شوی چې طبعیت ته بدلون ورکړي، د مادي او معنوي ارزښتونو ورپرانیزي، نو په دې لړکې د کار وسیلې او د وېروونکو او وژونکو پېښو پر وړاندې د ځان ژغورنې وسلې په ډېرې ابتدایی بڼه رامینځته کړې او ورورویې د ټولنیز ژوند د پرمختیا او پراختیا لپاره هاندې هڅې چټکې کړې.
ټولنپوهانو هم خپلی څېړنې له همدې ځایه په غوښنه بڼه پيل کړې چې انسان د نورو ژویو په پرتله دکومو ځانګړتیا وو له مخی د داسی وړتیا او پیاوړتیا درلودونکی دی، چې ډېر زر یې د ټولنیز ژوند لار د ځان لپاره پرانسته؟
پخوا تر دې چې پلټونکي او څېړونکي، کومې لومړنی پایلې ته ورسېږي له دوئ سره دغه پوښتنې او ګړویږنې موجودې وې :
-انسان څه شی دی او له نورو ژویېو سره څه توپېر لري؟
– آیا انسان په لومړي سرکې د عقل او پوهې څښتن وو؟
– د انسان تفکر د متمدنې ټولنې پيل ګڼلی شو؟
– آیا عقل او دلیل د انسان له لومړینو توکو څخه دی؟
دا ټولې هغه پوښتنې ندي، چې زموږ موضوع بشپړوي، دا او دیته ورته پوښتنې لسګونه دي. سره د هغې چې د انسان ځانګړتیاوې پخپله انسان له حیوان نه بېلوي. خو یو شمېر ګدې اړیکې په زاتې او طبیعی بڼې موجودې دي چې بېلول یې ناشونې کار دی. لکه چې په دایرة المعارف کې لیکل شویدي (معاصر انسانان اوس هم حیوانان دي، ځکه مجبور دي چې وخوري او بیده شي، ځانونه د اقلیم له ناوړه پېښو وساتي………د خپلې بقا لپاره توالد او تناسل ته اقدام وکړي. د انسان تنفسي جهاز، د وینی دوران د هضمی جهاز او یو شمېر نور بیولوژیکی جوړښتونه سره شباهت لري.) [1]
یو شمېر پوهان انګېري، چې هر ژوندی څېز باید د وخت له بدلون سره بدلون ومومي. د evolution د تیوري پر بنسټ د دې خبرې مانا دا ده، چې د چاپېېریال له بدلون سره ژوندیو کې هم بدلون مینځته راځي.
انسان د ټولنیز بدلون له مخې، چې چېرته رسیدلی دی، له ډېرو حالتونو تېر شویدی د بېولوژې د پوهې له مخې (homo sapiens) په اوسني کوم حالت کې چې اوسنی انسان شتون لري لږ تر لږه یې د دوه سوه زرو کالو په موده کې اوسنی حالت غوره کړی دی… بي بي سي په یوې څېړنه ( ۱۸ــ ۹—۲۰۲۰زکال ) کې په ګوته کړې چې په سعودي عربستان کې شاو خوا ۱۲۰زره کاله کېږي چې دانسان ژوند یقیني دی .
نامتو فیلسوف دیکارت (پدې اند دی، چې انسان د خپل پېدایښت د اول نه د عقل څښتن وه چې خدای (ج) ورکړی وو. ولې په اریانا دایرة المعارف کې بیا داسې راغلي دي: عقل او دلیل د انسان د لومړنیو الاتو څخه نه وو، یعنې څرنګه چې پښې، لاسونه، سر او ژبه د انسان د جسم اجزا شمېرل کیدل، عقل او دلیل د بشر د وجود جز نه بلل کیدل، بلکې دا هغه څه دي، چې بشر په ډیرو زمانو کې په تدریج او سختئ سره حاصل کړیدی. عقل او دلیل د بشر ذاتي شیان ندي، بلکې شته والی او دوام یې په پراخه مانا په ښوونی او روزنې پورې منحصر دی.)[2]
یو شمېر فیلسوفان او پوهان انګېري، چې ټول شیان د انسان عقل او د ده استدلال نه پیدا شویدي. عقل یوازې انسان پورې اړه لري او هیڅ حیوان او څاروي هغه نه لري.
اوسني څیړونکي وایي سوونه زره کاله کیږي، چې یو د بل پسې دغه انګېرنې روانې دي چې انسان باید وپېژندل شي او د هغوئ غیر متمدن طبیعت او بدوي ژوند په ګوته شي.
نن ورځ دغه خبره کیږي چې له پخوا نه تر اوسه پورې له لومړني انسانه را واخله تر متمدنه انسان پورې د انسان د نسل د لېږد مساله ده او بله د متمدن انسان «متمدن» میراث دی، چې د تمدن له ابتدایی بڼې راواخله تر اوسني پر مختللی تمدن پورې له انسان سره مل دی. لکه څرنګه چې تمدن انسان له وحشت او وروسته پاتي والي را ایستی دی، دارنګه انسان هم تمدن ته دودې او پرمختګ لوری ورکړی دی، نو ځکه خو د بشر په ژوند کې تمدن ځانګړی ځای لري ښه به وي چې د متمدنه انسان په اړه وغږیږو.
۳- تمدن:
تمدن د ښاري کېدنې مانا لري او د ټولنیز ژوند دودې او پرمختګ لپاره د وسیلو برابرول دي، چې د انسان مادي او معنوی ارزښتونو ته پرمختیا او پراختیا بښي. یو شمېر تاریخپوهانو هم د بشریت «تاریخي دوره» د مدنیت پېر بللی دی. ولې د کند نو له مخي کوم توکي چې له ارغنداب نه تر لاسه شوي د( ق م ) مدنیت په ګوته کوي.
تمدن civilization په لاتینې اصطلاح کې civility ته وایي چې له civilize څخه اخستل شویدې. د پوهانو په اند، تمدن د انسانانو د زیار او کوښښ هغه نتیجه او پایله ده چې د غوره او ښه ژوند لپاره یې ترسره کړیدی.
خو د بنه ژوند لپاره فکر کولو ته په فطري لحاظ د وخت (د ټولنیزو مناسباتو په رڼا کې) یوه متفکر انسان او یوې انسانې غریزې ته اړتیا وي او دا چې یو شمېر د نظر خاوندان وایې: «عقل د بشر ذاتي څیز ندی بلکې شته والی او دوام یې په پراخه مانا په ښوونې روزنې پورې منحصر دی. دغه مفکوره ډېره نوې او بکره ده…. هغه وخت چې له تمدن څخه خبرې کړو، زموږ موخه میکانیکي تد بېرونه، کتابونه، نقاشي .‌.‌. نور کړه وړه دي….» (هماغه اثر مخ۱۰۵) ولې پوښتنه پیدا کیږي، چې کتاب نه وي، میکانیکي تدبیرونه نوي…….مانا دا چې تمدن نشته؟! آیا د کتاب تر لیکلو پورې زمانې ته، موږ متمدنه زمانه نشو ویلی؟ داسې ډېرې پوښتنې شته چې یوه ورځ به یې ځواب تر لاسه کړو، دا ځکه څوک چې د کتاب د لیکلو جوګه دی، نو هرو مرو په یوه متمدن چاپېریال کې زیږیدلی او روزل شویدي.
ښایی دغه ځواب په لږ توپېر دا وي، چې هیڅ وخت ټولې وروسته پاتی ټولنې په بشپړه توګه، نا متمدنه نشو ګڼلی، که داسې نه وي، د انسان یو تعریف خو دا دی چې یو ټولنیز مخلو دی او له حیوانیت نه په همدې تعریف بېلېږي. تمدن هم یو ټولنیز نظام دی چې له بابته یې کلتوري نوښت، مادی او معنوي ارزښتونو ته لار پرانیزي. نو دلته دی چې موږ متمدنه نظام له ټولنیز نظام نشو بېلولی.
د هغو لاملونو له مخي چې په ټوله کې د بشري ژوند ټول اړخونه پکې وده مومي او په ځانګړي ډول د فکري ژوند د بدلون بېلابېلو خواو ته یو پرمختللی لوری ښي، د تمدن یوه بله مانا ده.
کله چې ټولنه او مدنیت وده مومې نو بیا د انسانانو په ژوند کې مادي او معنوي پرمختګونه هم یو د بل پسې مینځته راځي، چې موږ فلسفه، عقاید، ټولنیز اخلاق، د هنر پراختیا، اجتماعي اسانتیاوي، علمي اختراعات، ژبه او نور د ساري په توګه یادولی شو.
موږ دلته د ژبې یادونه وکړه، ژبه د انساني ټولني د تکوین یو بنسټیز لامل دی او همدا ژبه ده چې کله کله یې د تمدن د انتقال وسیله، او د کلتور هنداره ګڼلی شو. خو باید دا له یاده ونه باسو چې د تمدن پیدايښت نه تر اوسه پورې ژبې د تمدن ټول توکي ندي لېږدولي دا سمه ده چې کلتور لکه د تمدن په څیر تولني د مادي او معنوي ارزښتونو مجموعې ته وایې او ژبه هم پخپله د فکر مستقیم واقعیت دی، چې د انسان پرمختګ کې هر اړخیزه رول ادا کړیدلی، خو بیا هم د تېر انسان یو شمېر تېر مدنیونه یې له مرګه ندي ژغورلي سره د دې چې انسان د فکر څښتن دی، د افهام او تفهیم لپاره څښتن تعالې ژبه ورکړېده، د یوه پرمختللي تمدن درلودونکی دی، په ساینس او تکنالوژي کې ډېر پرمختګونه مینځته راغلي دي او په پای کې موږ په ۲۱ مه پېړۍ کې ژوند کاوو، چې د انترنټ او کمپیوټر زمانه یې بولي…..ولې بیا هم د تمدن د پیل بنسټیزې ځانګړتیاوې لاندي په ګوته شوي. یوازې دومره کولی شو، چې د بشري ټولنې څرنګوالی او څومره والی، د یو شمېر نښو نښانو له مخې انڅور کړو، تر هغه پوه شو چې تمدن د تاریخ نه د مخته یا له میلاد نه د مخه او بیا را وروسته…..څرنګه تر موږه ورسېد؟ ښایي تر یو بریده یې تاریخ را زده کړي!!؟؟
) دایرة المعارف پنځم ټوک ۱۰۵ مخ. 1
) همدغه اثر ۱۰۴ مخ[2]

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    سنګروال صاحب په پوهنه او قلم دې برکت ،ډیره ښه تاریخي!لیکنه ده،
    زه صرف دوه خبرې ورزیاتوم:
    – دکهکشان یا د شیدو لیار( ) دحرکت شکل ، د لمریز سیستم او دځمکې او سپوږمۍ ګرزیدل یا چورلیدل، یو بل ته ورته دي؛حتی د طب ډاکټر په حیث له خپلې نیمګړې پوهې له مخې ویلای شم د جینونو ترکیب،دحجروتکثر، د بدن د اوبلنو (مایعاتو) او جامداتو(کلکو) موادو جوړښت یا ترکیب هم د ځمکې (ارض) د ترکیبی جوړښت سره ډیر ورته والی لري!، زما په نظر کې د څښتن تعالی د خالقیت کوم حکمت یا راز پروت دی؟!
    -د تمدن سره سره ،تاسو باید د انسانانو د هغو ګټو او تاوانونو چې انسان خپل نژاد یا جنس ته په تیره بیا دا راوروسته ۲-۳ پیړیو کښې رسولي او دا چې وایو ( په تاریخ کې به په زرینو کرښو! لیکل کیږي او؛ یا د تاریخ په اوږدو کې د انسانیت پر مخ تور داغ دی؟؟!!) یو څه په راتلونکې لیکنه کې پرې رڼا واچوئ ، او هم د حل لیارې ؟؟؟په غټو کرښو کښې په ګوته کړ.مڼنه.
    په ډیره هیومیو ساپیینس مینه او درنښت.
    بروسل/ ۶ذلحجه= ۱۴سرطان=۰۵/۷/۲۰۲۲

  2. ډېر محترم ډاکتر صیب ،تاسو یوې موهمې علمي او اکادېمېکې موضوع ته اشاره کړې ده خو دلته زما موخه تاریخي بهیر دی کهچېرې په راتلونکې کې مې ورمخه شوه په دې اړه به هم یوه لیکنه وکړم .مننه سا پی صیب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب