جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد چینایي سفیر او ط-الب وزیر خبري ناسته؛د افغانستان بې ثباتي د...

د چینایي سفیر او ط-الب وزیر خبري ناسته؛د افغانستان بې ثباتي د امریکا کار وګڼل شو

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) ‏په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طبيعي پېښو په اړه د طالبانو د وزير په ملتیا یوه خبري ناسته کې نن د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د خپل هېواد د مرستو په اړه خبریالان بللي وو.

چینایي سفیر په دې خبري ناسته کې افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ لامل امریکا وبلله او ويې ويل، په افغانستان کې د اوسني سیاسي او اقتصادي ستونزو اصلي مسووله امریکا ده.

‏وانګ یو زیاتوي، امریکا یوکراین سره میلیونونه ډالره مرسته کوي، خو د افغانستان شتمنۍ يې کنګل کړې، چې افغانان يې له بې وزلۍ سره مخ کړي دي.

‏د نوموړي په خبره، چین له زلزله ځپلو سره تر اوسه پورې ۳۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته کړې او نږدې راتلونکې کې به ۲۰۰ ټنه د خوراکي توکو نوره مرسته هم وکړي.

 د چین سفیر وانګ زیاته کړه، چین هیله من دی، چې په افغانستان کې به دایمي سوله او ثبات تامین شي، اقتصاد به وده وکړي او له دې هېواد سره به يې اړیکې دوامداره اوسېږي.

د چینایي سفیر دغو څرګندونو یو شمېر افغان شنونکي اندیښمن کړي دي.

د دوی په وينا،طالب وزیر سره د افغانستان د رسنيو د مرکز په خبري غونډه کې د چینایي سفیر څرګندونې ښيي ،چې افغانستان د یوې بلې‌ نیابتي جګړې په لومه کې دی.

چینایي چارواکو مخکې هم ورته څرګندونې کولې ،خو په کابل کې هغه هم د طالب وزیر څنګ ته د نوموړي داسې څرګندونې پارونکي او پر طالبانو د چين د ژور نفوذ ښکارندوی ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب