Homeخبرونهترکي ځواکونو ۳ افغانان وژلي او ۱۲نور ټپيان کړي

ترکي ځواکونو ۳ افغانان وژلي او ۱۲نور ټپيان کړي

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) له ترکيې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي،چې د دغه هېواد ځواکونو د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې کړي،چې له کبله ېې د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس په دې اړه لیکلي ،چې ياده پېښه په وان ښار کې رامنځته شوې ده.

ترکي ځواکونه په وروستيو کې د هغو کډوالو پر وړاندې مخامخ ډزې کوي ،چې د ترکېې خاورې ته ېې د ناقانونه راتګ ګومان کېږي.

ويل کيږي ،چې ترکېې له تېرو څو مياشتو راهيسې تر ۲۶ زره تنو پورې هغه افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ويستي،چې په ناقانونه توګه یې خاورې ته ننوتي دي.

پر کابل د طالبانو حاکمې واکمنۍ د دې پېښې په ګډون په مختلفو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې کیدونکي ناوړه چلند ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...