دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکندوز: پر رینجر موټر چاودنې ۴ ط-ان ټپیان کړل

کندوز: پر رینجر موټر چاودنې ۴ ط-ان ټپیان کړل

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې نن سهار د طالبانو پر یوه رینجر  د ماین چاودنې ۴ طالبان ټپيان کړي دي.

 سیمه ییزې سرچینې وايي، چې دغه ماین په رنجر موټر کې ځای پرځای شوی و.

طالب وياندويانو او دغه راز د پېښې رامنځته کوونکې نامعلومې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوې اوونۍ مخکې هم په امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو پر رنجر موټر ماین چاودېدلی و.

په وروستيو کې د طالبانو خلاف ورته پېښې زیاتې شوي دي.

پرون په هرات کې د طالبانو د قول اردو پر یوه کاسټر موټر برید او وروسته د بریدګرو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه، چې طالبانو پکې د خپلو یو شمېر جنګیالیو مرګ ژوبله تاييد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب