Homeخبرونهکولرا ته ورته ناروغي؛زابل کې ۵۰ ماشومان پرې اخته شوي

کولرا ته ورته ناروغي؛زابل کې ۵۰ ماشومان پرې اخته شوي

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) ‏د زابل په سیوري ولسوالۍ کې تېره شپه ۵۰ ماشومان کولرا ته ورته ناروغۍ باندې اخته شوي دي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس وايي، چې سیمې ته یې د روغتیا پالانو یو ټیم لېږلی چې د ناروغانو درملنه پيل کړي.

د دغې ناروغۍ د عواملو او په دې اړه چې هلته ځایي روغتيايي اداره يې د درملنې امکانات لري کنه،څه نه دي ويل شوي.

د افغانستان د نظام له نسکوریدو او د طالبانو له واکمنيدو سره له دې کبله،چې په زوره د واک ته رسېدو په خاطر نړیوالو د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې،ډېرو نړیوالو ادارو د افغانستان له روغتيايي سيستم سره خپلې مرستې کمې کړي يا یو مخ ودرولي دي.

د دې ترڅنګ د فقر او اقتصادي ناورين شدت هم يوه جدي ستونزه ده،چې له کبله ېې په خوارځواکۍ او ډېرو نورو ناروغیو د میلیونونه افغانانو ،په خاص ډول د ماشومانو د اخته کیدو خبرداری ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...