Homeخبرونهد معارف یو مقام مقرريدونکې‌ معلمې نجلۍ سره په زنا نيول شوی

د معارف یو مقام مقرريدونکې‌ معلمې نجلۍ سره په زنا نيول شوی

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) ځینې خبري رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله وايي ، چې د طالبانو د استخباراتو رياست د باميان ولايت د معارف د څارنې يو مقام له يوې نجلۍ سره ، چې ده نه يې د معلمې په توګه د مقررۍ غوښتنه لرله،د زنا پر وخت نيول شوی دی.

د‌ سلام وطندار راډيو په يوه راپور کې د نیول شوي کس نوم بشر حيدري ښودل شوی.

دا رسنۍ د خپلو سرچينو په اساس، یاد شوی مقام د باميان د معارف رياست لپاره د طالبانو د رييس مولوي اسلام‌الدین عثماني له نيږدې کسانو څخه ګڼي.

د معلوماتو په اساس،دغه تورن کس اوړمه شپه د باميان د مرکز اړوند د «بام‌سرای» له يوه روغتيايي مرکز څخه د زنا پر نيول شوی دی.

ويل شوي ، چې تورن کس زنا کوونکې نجلۍ په دې هیله زنا ته راضي کړې وه ،چې د معلمۍ يو بست به ورکوي.

اوس ویل کیږي ،چې د طالبانو د معارف سيمه ييز رييس د دغه تورن کس د خوشې کولو هڅې کوي.

د باميان لپاره د طالبانو د والي وياند عبدالصبور فرزان سیغاني وويل چې بشر حیدري د دوی استخباراتو نیولی،خو د ور پورې شوي تور په اړه یې څه معلومات نه لري.

د‌ يادونې وړ ده ،چې تر دې مخکې هم يو شمېر طالب منسوبین په ورته ځینو تورونو نیول شوي،خو د غیر طالبو تورنو کسانو برعکس نه ېې مخونه ور تور شوي او نه په درو وهل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...