یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان ادبي بهیر له څه مودې ځنډ څخه وروسته بيرته خپلې غونډې...

افغان ادبي بهیر له څه مودې ځنډ څخه وروسته بيرته خپلې غونډې پیل کړي

تاند( سې شنبه ، د سرطان څوارلسمه ) د افغانستان یوې ډېرې مشهورې او سابقه دارې فرهنګي جرګې( افغان ادبي بهیر) له څه مودې ځنډ څخه وروسته بيرته خپلې غونډې په کابل کې پیل کړې.

دغه بهير چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې ادبي غونډې کوي، له څه مودې راهیسې یې غونډې ځنډېدلې وې.

د افغانستان مشهور لیکوال او فرهنګي شخصيت استاد محمد اصف صمیم د بهیر د بیا پیل په غونډه کې وويل:« افغان ادبي بهیر له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې د پښتو ادب خدمت کوي او هیله من دی چې ځوانان دې خدمت ته دوام ورکړي.»

د افغان ادبي بهیر غونډې له څه مودې راهیسې د کرونا او ورپسې د سیاسي تحولاتو له امله نه کېدې خو اوس د دې بهیر غړو تکل کړی چې له دې وروسته به د پخوا په څېر هره جمعه په کابل کې غونډې کوي.

د افغان ادبي بهیر غړی او د بیا پیل د لومړۍ ناستې ګډونوال رضوان الله اوبرنګ وايي:«له نېکه مرغه تېره جمعه د چنګاس په لسمه د بهیروالو په ګډه هڅه مو د بهیر غونډې بیا پیل کړې او لومړنۍ غونډه مو وکړه. دا چې له ډېره ځنډ وروسته د بهیر غونډه وشوه، ډېر پرجوشه او ښکلې وه.»

د افغان ادبي بهیر د موسسې ډلې غړی او مشهور شاعر پیر محمدکاروان په اوسنیو حساسو شرایطو کې د بهیر د غونډو بیا پیل یو نېک اقدام ګڼي. هغه وايي، بهیر مخکې هم د ښکلا او هنر لمنه نیولې وه او اوس به هم دا کار کوي.

افغان ادبي بهیر چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې غونډې کوي، په غونډو کې یې مشاعرې، په شعرونه، لنډو کیسو او نورو ادبي ژانرونو کره کتنې او کله ناکله په ادبي موضوعاتو لېکچرونه هم ورکول کېږي.

فرهنګي شنونکي د دغه ادبي بهیر ارزښت ته له دې کبله هم په خاص ارزښت قایل دي،چې په پېښور کې د ډېرو افغانانو د کډوالۍ په سختو شرايطو کې تاسيس شو او د کوم مسوول حکومت او فرهنګ پالو ارګانونو له نه موجوديت سره – سره ېې د افغانستان فرهنګ او ژبې ته د خدمت لسګونه مشهور قلموال‌ وروزل.

1 COMMENT

  1. په څادره او نوریستاني کونړي پکول کې ګرزې خپلې ژبې ته چوپړ وهې استاد سلیم صیب ، نه د غلا وکړه او نه د رشوت وخوړ . په ټولو ګران زما دسترګو تور یې الله دې دغه جاهلو پښتنو ته عفقل ورکړي چې د تا او د نورو فرهنګپالو په قدر پوه شي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب