یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپخوانی افغان وزیر: د پاکستان يو متقاعد ديپلومات مو د افغانستان په...

پخوانی افغان وزیر: د پاکستان يو متقاعد ديپلومات مو د افغانستان په اړه په بې ځایه خبرو وډباوه

تاند (سې شنبه، د سرطان څوارلسمه ) د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست سید احمد شاه سادات، چې اوس په جرمني هېواد کې ژوند کوي او له رسنیز کیدو سره ډېر لېواله ښکاري، د خپلو ملګرو په ملتیا یې په جرمني هېواد کې د يوه پخواني پاکستاني ډیپلوماټ د ډبولو ادعا کړې ده.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې د ادعا شوي دغه دیپلومات نوم نه دی اخیستی، خو ویلي:« برلین کې د هغه پر وینا د يو سابقه پاکستاني دیپلومات سره مخ شوم.پوشتنه مې ځینې وکړه چه رښتیا ووایه تاسې له افغانستانه په حقیت کې څه غواړئ.»

احمد شاه سادات زیاتوي، چې دغه پخواني پاکستاني ډیپلوماټ له افغانستان څخه د خپل هېواد غوښتنې په دې ډول ورته په شمېرلي ډول ډاګه کړې:« ۱-د ډیورنډ کرښه پیژندل شوی سرحد دی په دې کی مشکل مه جوړوئ مونږ به هم اضافه مخته نه درځو.

۲- هر هغه څه چه افغانستان ته له بهر څخه راځي لومړی د باید پاکستان او بیا له پاکستانه افغانستان ته راشي.

۳- هر هغه څه چه له افغانستانه بهرنیو هیوادونو ته ځي باید د پاکستان د لارې ولاړ شي.

۴- په بهرنیو اړیکو کې له مونږ سره مشوره وکړئ ځکه ستاسې ښه ګاونډی یو مونږ ښه تجربه لرو.

۵-: په دریای کابل بندونه مه جوړوئ.

۶- تاسې قوي اردو ته ضرورت نه لرئ ،مونږ مو تر څنګ ولاړ یو اتومي طاقت یو ویره مه کوئ پر مونږ باور وکړئ هم تمهارا بهایی هی.»

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست وايي:«دا چه نن ورځ د ذوالحجې په پار روژه هم وم مال زما ځواب غواړې وایي یس.نو یو سمه کلکه څپیړه مې پر مخ ور راکش کړه پر ځمکه ولوید، په جیګیدلو کې زما سره ملګرو یو دوه واره هم وواهه او نور ترې ولاړو.»

د احمد شاه سادات يو شمېر لوستونکيو د هغه دا کار ستایلی ، خو یو شمېر نورو نقد کړی او ورته ويلي،چې دا کار نه اخلاقآ لازم و او نه د یوه پخواني افغان وزیر له شان سره ښايیدل.

احمد شاه سادات څو مياشتې مخکې هغه مهال ډېر د‌ رسنيو د پام وړ شو،چې په جرمني کې ېې د پيزا پلورلو له یوه پلورنځي سره پر موټر سايکل د پیزا لېږدولو په اړه راپور خپور شو.

نوموړي ادعا لرله،چې د اقتصادي ستونزو له امله ېې دغه کار ته مخه کړې ده.

5 COMMENTS

  1. ورځ په ورځ روښانه کيږي چي تير شوي افغانان ديپلوماتان نه په سياست پوهيدل ، نه يي انساني برخورد درلودل نو سړی ويلای شي چي افغانستان د داسي سياسي اماتورانو له لاسه د پنجاب منګولوته ور ولويده

  2. دا زمونږ د هیواد وزیر وه چې تر اوسه نه پوهیږیده چې پاکستان زمونږ له هیواد څه غواړي، وزیر صیب د پاکستاني دیپلومات ځخه پوښتنه کوي چې پاکستان له افغانستان څخه غواړي حال دا چې زمونږ د هیواد ماشومان هم اوس پوهیږي چې پاکستان له افغانستان څه غواړي خو د مخابراتو تیر وزیز صیب په دې نه پوهنږي ډیره د تعحب خبر ده.

  3. دا احمق خوشې غول خوري دروا واغ وایې افغانستان خو دوی خرڅ که ! داسې بې مانا خبرې به خره مني !

  4. دا ملی خائین اوس المان کښی دی ځکه دا ډول درواغو باندی ئی شروع کړیدی ، همدوی ، تنظیمونو او طالبانو د پنجابی پاکستان حکمرانی پر افغانستان رامینځ ته کړی دی !!!!

  5. د پنجاب هدف معلوم دی ، د دې لپاره د خپل ولس او نړیوالو ملاتړ له ځان سره لري .
    مونږ افغانان نه په خپلو کې سره جوړ شو او نه مو کوم نړیوال ملاتړی پیداکړ. وایی د زور اوبه په غره خېژي . پنجاب اوس د افغانستان مستقیم واکمن دی . څوک پر پنجاب او پنجابي انتقاد هم نشي کولای ، مونږ افغانان غیر شعوري د پنجاب ملاتړ کوو چې نور مو هم ووهي ، قربان موشم .
    وایي که شپه تیاره ده ، مڼې په شمار دي . هر څوک به د خپل کار او اجراآتو ځواب ورکوي .
    احمدشاه سادات یو مسلکي وزیر وو ، خارجي سیاست د کرزي ، ډاکتر عبدالله ، شورای نظار او جمعیت له خوا انحصار وو . که مخکې څه پېښ شویدي ، مسوول او ځواب ورکوونکي یې معلوم دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب