یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسرچینې: پاکستان د روپۍ د ارزښت ټینګولو لپاره افغانستان ته جعلي نوټونه...

سرچینې: پاکستان د روپۍ د ارزښت ټینګولو لپاره افغانستان ته جعلي نوټونه رالېږلي دي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۴ مه) د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې له وروستي اقتصادي بحران څخه وروسته افغانستان ته په لوړ مقدار کې جعلي پیسې رالېږلي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه او شواهد ښیي چې پاکستاني واکمنو تېره میاشت د دغه هېواد د پولي واحد د ارزښت د بحران د تکرار د مخنیوي لپاره چې په ازاد بازار کې د یوه ډالر بیعه ۲۱۵ روپیو ته ورسېدله، خپلې ټولې هڅې په کار اچولي دي.

په دې لړ کې، د پاکستان حکومت د RB په تورو پیل کېدونکي زرګون نوټونه او یو شمېر نور د کلدارو نوټونه افغانستان ته رالېږلي چې ډالر او افغانۍ پرې ټولې کړي او په دې توګه د خپلې روپۍ لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

د عبدالنافع عرفان په نامه د ټولنیزو رسنیو یوه فعال لیکلي، «د پاکستان هیواد څخه د Rb کوډ نمبر مطابق زیات شمیر ناچلنده لوټونه افغانستان ته د تجارت د پاره داخل کړي چې تر څو د کالدارو ارزښت لوړ سي. هڅه وکړئ د داسې لوټونو سره ډير احتیاط وکړئ.»

تر دې مخکې داسې ویل کېدل چې پاکستان غواړي د افغانستان له مارکېټونو څخه افغانۍ او ډالر ټول کړي، څو د افغانستان بانک مجبور شي چې د افغانۍ نوټونو د چاپ لپاره د نړۍ والو بندیزونو له امله پاکستان ته مراجعه وکړي او پاکستان د افغانیو په چاپ ترې په پراخ مقدار کې ډالر ترلاسه کړي.

پاکستان له نژدې څلور نیمو لسیزو راهیسې د یو شمېر افغان کړیو په روزلو او په هغوی باندې د پانګونې له لارې افغانستان ته لکه وږی لېوه په څو کې ناست وي او له هر فرصت او بحران څخه د خپلې ګټې د فرصت په توګه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب