اکمل داوي
د ۲۰۱۹ کابل د سپتامبر میاشت کې دوحه لا هم لکه سکروټه توده وه، خو د الشرق هوټل د غونډو تالار او دهلیز کې د هوا تودوخه، د ایرکندیشنونو په مرسته، ډیره ټیټه ټاکل شوې وه. ښايي لامل یې دا و چې هلته ډیرې تودې خبرې کیدلې، نو که خبرې په سړو سینو نه کیدې لږترلږه ساوې باید سړې اخیستل سوي وای.
د خبرو د تالار دباندې دهلیز کې به تل چاې، خواږه او سپک خواړه پراته و او ما چې د نورو په پرتله ډیرې خبرې کولې، (ژباړلې) ډیر به دغې بوفې ته ولاړ وم. يوه ورځ د چایو څښلو په مهال له شهاب الدین دلاور او عبدالحق وثیق سره په خبرو بوخت سوم.
د خبرو په لړ کې مې دلاور صاحب ته وویل:
– مولوي صاحب، ستاسو له واکمنۍ څخه هم ولاکه ښه خاطره لرو. لوږه، بې روزګاري، ناهیلۍ څه نه وه چې ستاسو ملایانو له لاسه مو نه ګالل. ږیره زما وه خو اختیار يي امربالمعروف درلود. درې ځلي يې زما د سر وریښتان راوخریل…
دلاور چې به خبرې په ځیر اوریدلې، نو په راسته لاس به یې ږیره پورته او کښته کوله یا به یې خولې ته ننه ایستله.
سترګي په سترګو سو راسره او بیا یې په ډاډمنې لهجې وویل:
– داځلي که موږ راغلو، نو زما په څیر ملایان به پکې ډیر نه وي. ستا په څیر ږیره-خریلي او نیکټايي-داره ځوانان به پکښي ډیر وي.
د دلاور خبره په زړه پورې وه او له همدې کبله مې په ذهن کې ثبت سوه. که څه هم هیچا داسي نه انګیرل چې طالبان به بیا د واک پر ګدۍ ډډه ولګوي، خو لږترلږه دا چي دوي کي د ږیره-خریلو او نکټايي-داره افغانانو د زغم تایید سوی وای، زما له کوچني انده، د ستر بدلون څرګندوینه یې کوله.
اوس، څه کم درې کاله وروسته، دلاور او ثیق پداسي یوه نظام کې وزیران دي چې ستر مشر یې ولس ته آن خپله ږیره نه ښيي، کابینه کي یې ټول داسې مُلایان دیره دي چې یوه ښځه هم تر څنګ نسي زغملاې، او پاتي حکومت هم له ږیره-ورو نارینه و مالامال دی.
ما له شهاب الدین دلاور نه وپوښتل چي ولي ږیره-خریلي او نکټايي-داره باید حکومت کې ډیر وي.
– ملایان خو د خپل آخرت په فکر کي ډوب وي، په دنیوي چارو کې ځان نه ککړوي.