Homeخبرونهافغانستان کې ۴ ښځو او نجونو نن ځانونه وژلي

افغانستان کې ۴ ښځو او نجونو نن ځانونه وژلي

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه نن د ښځو او نجونو د ځانوژنې د څلورو پېښو خبر ورکړل شوی دی.

هرات،ارزګان،تخار او دايکندي هغه ولایتونه دي ،چې یادې پېښې پکې رامنځته شوي دي.

د یادو پېښو دليل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی او ځايي چارواکو ېې په جلا – جلا ډول رامنځته کيدل تاييد کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د لغوه شوي کميسيون رييسې شهرزاد اکبر دغو پېښو ته په غبرګون کې ویلي،چې افغان مېرمنې او نجونې له تاويخوالي څخه د ځان خلاصولو لپاره ځان وژنې ته مخ اړوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لا زیاتیدو خبرداری ورکړل شوی.

دغې ډلې له واکمنيدو سره سم،د سلګونه زره نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او دفترونو دروازې وتړلې او کور ناستې ېې کړې.

د اقتصادي ستونزو شدت،پر راتلونکي بې باوري او د ناڅرګند برخلیک اندیښنې د افغان ښځو پر وړاندې له ناوره کولتوري رواجونو وراخوا نورې سختې ننګونې ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...