Homeخبرونهد تېلو بېسارې قیمتي ؛ د ملا برادر دفتر پکې ځینې کړۍ...

د تېلو بېسارې قیمتي ؛ د ملا برادر دفتر پکې ځینې کړۍ ښکېلې ګڼلي او ګواښلي

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د افغانستان په بازارونو کې د تېلو له بېساري کمښت سره خلک د دې ستونزې حل ته عاجله او اساسي پاملرنه غواړي.

د راپورونو له مخې، نن د یوه لیټر ډیزل تېلو بيه د هېواد په بازارونو کې تر ۱۲۰ افغانيو هم رسيدلې وه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تیلو بيې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د ټولې نړۍ په بازارونو کې د یوکراین او روسيې د جګړې له امله لوړې شوې دي.

د طالبانو د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت بیا په دې برخه کې له نوم اخیستو پرته ځینې کړۍ ملامته ګڼي.

دغه معاونیت په یوه اعلامیه کې ویلي:« راپورونه مو تر لاسه کړي چې د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري. »

سرچینه زیاتوي:« معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل مرتکب کيږي.»

د ملا برادر دفتر خبرداری ورکړی ، چې د دغو ادعاوو د ثبوت په صورت کې به له عاملینو سره سخت قانوني چلند وشي او د تېلو د تجارتي جواز په اړه به یې جدي غور وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...