Homeخبرونهوزيرستان کې ځانمرګي ۲ پاکستاني پوځیان ووژل او ۱۵ نور ېې ټپيان...

وزيرستان کې ځانمرګي ۲ پاکستاني پوځیان ووژل او ۱۵ نور ېې ټپيان کړل

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د پاکستان تر کنټرول لاندې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د یوه ځانمرګي برید له امله د پاکستان ۲ پوځيان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي ، چې بریدګر له موټر سايکل څخه په استفادې سره د وزیرستان په مارکت سیمه کې د پوځیانو موټرو ته نیږدې ځان والوزاوه.

دا په داسې حال کې ده ، چې د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستاني طالبانو تحريک، چې ظاهراً ځان د پاکستان مخالفین ګڼي او منتقدان یې د پاکستان د يوې استخباراتي پروژې په سترګه ورته ګوري ، په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې یادې ډلې د ورته بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیست.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو سره ، له پاکستاني طالبانو سره د افغانستان د حاکمو طالبانو په منځګړيتوب د سولې خبرې او اوربند پيل کړی.

له دې سره هم مهاله، له څه مودې راهيسې له قبایلي سیمو څخه د داعش ډلې د تبلیغاتو او پر ضد ېې د پاکستان د اقداماتو ځینې خبرونه ورکول کېږي.

ځینې شنونکي دا د پاکستان نوې لوبه ګڼي ، چې په وینا یې ورسره غواړي د پښتنو سيمې وروسته پاتې او د خپلو استخباراتي لوبو مرکزونه وساتي.

د پښتنو ملتپاله ډلې انديښمن دي ، چې تر هر چا ډېر به د پاکستان په نویو لوبو کې بیا د پښتنو ملتپاله ډلې زیات ځپل کیږي ، ځکه چې پاکستان ېې د خپلو لوبو پر وړاندې لوی خنډ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...