Homeخبرونهمقاومت ډلې د هرات د ننني برید مسوولیت ومانه

مقاومت ډلې د هرات د ننني برید مسوولیت ومانه

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) ‏په هرات کې د طالبانو د پوځیانو پر یوه کاسټر موټر د برید مسوولیت د احمد مسعود په مشرۍ د د مقاومت ډلې پر غاړه اخیستی.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په هرات ښار کې ېې وسله والو نن سهار د طالبانو د قول اردو پر موټر مخامخ برید او وروسته يې طالب جنګياليو سره نېم ساعت نښته کړې ده.

 مقاومت ډلې ادعا کړې ، چې نن ېې د طالبانو د قول اردو او د هوايي ډګر د پولیسو څلور کاسټر موټرې تر بریدونو لاندې راوستي ، چې ټولو بریدونو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

یادې ډلې خپل لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د خپل قول اردو پر موټر د برید خبر تایید کړی.

طلوع نيوز د عیني شاهدانو په حواله په دغه برید کې د ۲ طالبانو د وژل کیدو او د ملکیانو په ګډون د ۲۰ طالب جنګیالیو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

2 COMMENTS

  1. د جنایتکارانو او د افغانانو د قاتلینو پخوانۍ تجربه کاره ډلې بیا د خپلو هېوادوالو وژنو ته مخه کړه او پر خپلو جنایتونو اقرار او اعتراف د ځان افتخار بولي .
    نه کل ماند و نه کدو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...