Homeخبرونهد يونيسف په ۱۰،۳ ميليونه افغانيو هلمند کې د اوبو رسولو يوه...

د يونيسف په ۱۰،۳ ميليونه افغانيو هلمند کې د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) ‏په هلمند کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ( یونیسف) په ۱۰،۳ میلیونه افغانیو د اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه شوه.

په دغه ولايت کې د طالبانو اړونده چارواکو ویلي ، چې ياده پروژه د بست کلا په یوه اړونده سیمه کې بشپړه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د دې پروژې له بشپړیدو سره به شاوخوا ۶۵۰ کورنیو ته د اړتيا وړ اوبه برابرې شي.

په وروستيو کې د هلمند او نورو جنګ ځپلو سیمو څخه چې اوږده موده له رغنیزو پروژو او د ژوند له لومړنيو امکاناتو څخه محرومې وې ، د داسې پروژو د بشپړیدو خبرونه ورکول کېږي ، چې ډېر خلک پرې خوشاله ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...