شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهمتقي افغان محصلینو ته ؛ د هېواد سرمايه ياست ، د ستونزو...

متقي افغان محصلینو ته ؛ د هېواد سرمايه ياست ، د ستونزو حل به مو لومړیتوب وي

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د طالبانو ‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي يو شمېر افغان محصلینو لیدلي او د‌ هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.

د طالبانو د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ناستې ګډونوالو محصلینو چې شمېر یې لسګونه وو له ملا متقي څخه غوښتنه وکړه چې په هند کې د افغان زده کړیالانو د متوقف شویو درسونو د بیا پیل او زده کوونکو سره د ویزو ‏او تللو په برخه کې همکاري وکړي.

ويل شوي ، چې طالب وزیر په خپلو خبرو کې محصلین د هیواد سرمایه بللې او ډاډ یې ورکړی، چې له هرې ‏ممکنه لارې به هڅه کوي تر څو زمینه برابره کړي چې افغان محلصین خپل نیمه پاتې درسونه تکمیل کړي.

 متقي څرګنده کړه چې د افغان محصلینو ستونزو ته لاسرسی ورته اولویت لري او په دې تړاو به اړوندو مسؤلینو ته دنده ورکړي ‏چې له هند سفارت سره د محصلینو غوښتنې شرېکې او حل لارې به ورته پيدا کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب