جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد‌ علماوو د مجتمع رييس: ملا انصاري پسې اقتدا نوره ناجايزه ده

د‌ علماوو د مجتمع رييس: ملا انصاري پسې اقتدا نوره ناجايزه ده

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د افغانستان د دیني عالمانو د مجتمع په نوم د عالمانو د يوې ټولنې رییس مولوي حبيب الله حسام د هرات په مشهور او جنجالي ملا مجيب الرحمن انصاري پسې د لمانځه د نه اقتدا کولو فتوا ورکړه.

نوموړي په یوه مرکه کې وويل ، چې ملا انصاري د طالب پلوو ملایانو په غونډه کې د طالبانو د مخالفانو د سر پرې کولو له فتوا وروسته نور د امامت او خلک په نوموړي پسې د لمونځ کولو حق نه لري.

د مولوي حسام په وینا ، وینه تویونه او هغه هم د مسلمانانو تر ټولو لوی فساد او ناروا عمل دی ، چې ملا انصاري د دغه عمل د فتوا ورکولو له کبله د یوه لوی فساد او جنایت سبب ګرځيدلی دی.

د هرات مشهور افراطي ملا مجيب الرحمن انصاري تېره اونۍ د طالبانو په پلوۍ د ملایانو غونډې ته په خپله وینا کې د هغو کسانو د سر پرې کولو فتوا ورکړه ، چې د طالبانو پر وړاندې سر پورته کوي.

نوموړي وويل چې د طالبانو حکومت د دين د حافظانو په شهادت او رشادت په ډېرې سختۍ رامنځته شوی او په ډېرې سختۍ به له منځه ځي.

د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح له ملا انصاري څخه پوښتنه کړې ، چې د وينې د دومره تندې الهام يې د قرآن کريم او حديثونو له کومې برخې يا کوم انساني مکتب څخه اخيستی.

د طالبانو یوه مطبوعاتي مبلغ او د ارګ چارواکي قاري عبدالستار سعيد بيا د ملا انصاري د خبرو ستاينه کړې او هغه ېې « اور ژبې عالم » ګڼلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب