Homeخبرونهجلال اباد کې د داعش پر ضد د عملیاتو خبر ورکړل شو

جلال اباد کې د داعش پر ضد د عملیاتو خبر ورکړل شو

تاند( جمعه ، د سرطان لسمه )‌‏‏ په ننگرهار کې د طالبانو چارواکو د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند روښان مېنه کې د (۵) داعشیانو د وژل کیدو او ۲ نورو د ژوندي نیول کیدو خبر ورکړی.

په ننگرهار کې د طالبانو د استخباراتو رییس ډاکتر بشیر ويلي، چې پرون مازیگر مهال د جلال اباد ښار په څلورمې حوزې روښان مېنه کې د داعش وسله والو پرضد عملیات ترسره شول چې په پایله کې یې پنځه تنه د یو قوماندان په شمول وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوندي نیول شوي.

د نوموړي په وينا، داعشیانو په یو کور کې غوښتل ماینونه جوړ کړي، خو دوی کشف او له منځه يوړل.

داعش ډله معمولا د طالبانو د داسې څرګندونو په اړه غبرګون نه څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...