یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملایانو غونډه ؛ کرزي، عبدالله ، حکمتيار او خبریالانو ته د...

د ملایانو غونډه ؛ کرزي، عبدالله ، حکمتيار او خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې

تاند( جمعه ، د سرطان لسمه )‌‏‏ د طالبانو لوري په کابل کې د ملایانو غونډه ، چې پرون پیل شوه او پکې د مخورو څېرو د ګډون خبره هم شوې وه ، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي ، پخواني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار تر څنګ ډېرو نورو طالب پلوو سیاستوالو او خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د‌‌ طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ، چې دغه سياسي څېرې د خلکو له لوري په دغه غونډه کې د دوی د استازو په توګه نه وو ټاکل شوي ، ځکه ېې په غونډه کې ګډون نه درلود.

هغه په دغه غونډه کې د رسنيو د نه موجوديت په اړه پرون وویل:« خبریالانو ته موږ خپله تکلیف ورنه کړ، چې په تکليف نه شي.»

د ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له طنزیه غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

دوی پوښتنه کړې ، چې د غونډې نور ګډونوال د کومو انتخاباتو له مخې ټاکل شوي او آيا ريښتيا طالبان پر انتخاباتو باور لري ؟

ډ خبریالانو په اړه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون دا و ، چې د لسګونه تنو له وژلو، بندیانولو او سانسور څخه یې وروسته طالبان د خبریالانو د مسلکي فعاليت پر وړاندې خنډ جوړول هم غواړي په خپلو مهربانيو کې حساب کړي.

ويل شوي ، چې د دغو مطرحو طالب پلوو څېرو له نه ګډون سره ، طالبانو د ملایانو غونډې ته خپل هغه پخواني نفوذي چارواکي ور غوښتي وو ، چې د طالبانو په بلنه له بهرنيو هېوادونو څخه ستانه شوي دي.

1 COMMENT

  1. THIS TWO CORRUPT MUST PUT IN JAIL.
    AFGHANS MUST DO NOT SUPPORT THIS TWO FACE.
    PEOPLES MUST DO NOT LISTEN TO THIS TWO SOLDOUT.
    ALWAYS BE JUSTICE

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب