یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+علماؤ! ستاسو پريکړې نن تاريخ څاري

علماؤ! ستاسو پريکړې نن تاريخ څاري

عبدالوحيد وحيد

ځان په نورو باندې لوړ ګڼل، د زور له لارې د واک او امتیاز ترلاسه کول د انسان هغه منفي اړخونه دي چې له وجود څخه يې پيل او تر ننه پورې دوام لري. د خوښۍ ځاى دى چې په اوسني معاصر وخت کې د متمدنو ټولنو په منځ دغې پديدې ته په درنه سترګه نه کتل کیږي او د نړئ په ډېرو هېوادونو کې دغه بده انساني غريزه په ټوليزه توګه د ويښو ولسونو او وجدان لرونکو سياسي مشرانو لخوا د مختلفو سيستمونو او فورمولونو په کارولو د يوه منل شوي ميکانيزم د رامنځته کيدو په پايله کې له منځه وړل شوي ده. مګر متأسفانه زموږ په هېواد کې داسې منل شوى قانون او کړنلاره لاهم نه دى رامنځته شوى چې واک ته رسېدل د توپک او زور له لارې نفى کړي.

عبدالوحید وحید

څو لسيزې تېرې شوې چې په افغانستان کې د زور او يا هم د بهرنيانو په نوښت رامنځته شوي نظامونو د خپلو لمړنيو تکاملي پړاوونو د طى کولو په مهال په يو پر بل پسې نسکوريږي. متاسفانه د نظام ړنګون هرځل فاجعه رامنځته کړې ده او زيان يې ملت ته اړولى دى. د دغې بدمرغي ترشا به کيداى شي مختلف فکتورونه شتون ولري، خو زه نن غواړم د نظامونو د نسکوريدو هغه ويروسي فکتورونه راوسپړم چې د ټولو نړول شويو نظامونو ترمنځ مشترک اړخ جوړوي.

په نسلي، جنسیتي، قشرى، قومي، ژبني او ټولنيزو نومونو باندي له وېش څخه ورهاخوا تبعیضي تګلاره خپلول، تعصباتو ته لمن وهل او د دواک انحصار هغه ويروسونه دى چې له تېرو څو لسیزو راپدیخوا يې زموږ د ولس او هيواد په طول او عرض کې يې ځالې جوړې کړې، زموږ د برياو پرمختګونو او ملي يووالي مخه يې ډب کړي ده.

قومي او ژبنى ويروس چې د خلق او پرچم د حکومت په مهال زموږ د هېواد په ټولنيز بدن کې ننوتى وو، د مجاهدينو حکومت ته د کمونستانو لخوا وليږدول شو څورب شو، د بن په ناسته کې يې نړيوال ملاتړ ترلاسه کړ او د دموکراسي په پوستين کې يې د ريښو له غځولو ورهاخوا د مالي اداري او اخلاقي فساد په ملتيا هيولايي شکل غوره کړ. نتيجتاً يې د هغه نظام ولسي ريښې وچې کړې او په نسکوريدو کې يې ښکاره رول درلود.

تير کال چې د ښکېلو غاړو د واک غوښتنې له امله زموږ د ملت د بين الافغاني تفاهم او ستونځې ته د سوله ایزې حل لارې موندلو لپاره د هيلو غوټۍ مړاوې شوې او اسلامي امارت د توپک په زور رامنځته شو، نو ولس ځان ته په يوه ترسره شوي عمل کې قرار ورکړ او داسې يې وانګيرله چې اقلاً جګړه ختمه شوه، د هغه تيت وېشلي او متلاشي حکومت پرځاى به اقلاً يو پياوړى ملي ګټو ته ژمن مرکزي نظام ولري او هيله يې درلوده چې د امارت مشران به خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

متأسفانه د واک د شديد انحصار،  په دندو باندې په ګمارلو کې د وړتیا استعداد او اهليت عنصر له پامه غورځول، له ملت سره د واټن رامنځته کيدل، د بنسټونو نړول، د نظام، قانون  او ملي مشروعیت نشتون ددې لامل شو چې ولس مو په ناورین، هيواد مو په بشپړه نړيواله انزوا کې قرار لري او د اسلامي امارت ددغه هېواد د مديريت له مسئوليت سره د د يوه مطلقاً نامعلوم منزل لوري ته روان ښکاري.

د اسلامي امارت له چارواکو سره مو وقتاً فوقتاً د وروري په فضا کې په مخامخ ناستو او په رسنيو کې د خپلو ليکنو له لارې هر وخت هڅه کړې ده چې د هغوى ډيرې نيمګړتياوې  او د حل لارو په تړاو وړانديزونه وکړم، خو  د مثبتو نتيجو په ترلاسه کولو کې متأسفانه لا تر اوسه پاتې راغلى يم.

افغانستان يو هيواد دى د هيچا شخصي ملکيت نه دى چې څه ډول وغواړي تصرف پکې وکړي. دغه ولس د هيچا غلامان نه دي. ملي بنسټونه او ملي شتمنۍ قطعاً د غنيمت مالونه نه دي. کار اهل کار ته سپارل شرعي حکم او ملي دنده ده. په ملي کچه افغان شموله حکومت جوړول، معلوم الحال جنګ سالارانو، مفسدينو او ملي خاینانو ته د دندو له سپارلو پرته د ولس غوښتنه ده. افغان ولس ددغه هېواد مالک دى. د انجونو د ښونځيو د نه پرانستلو په برخه د اسلامي امارت د چارواکو پلمې، حيلې او بانې په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

اوسني چارواکي زموږ د ټولنې پخواني روحي معالجين دي. اوس که څوک خپل معنوي معالج د جابر او ظالم په بڼه وويني له معنويت او له ديني اړخ سره واټن رامنځته کيږي. له پرونيو فاسدو  او نننيو  چارواکو سره ولسي تعامل توپير کوي. پروني يې راشغول شوي ګڼل خو نننى چارواکي يې په خپلو کورونو کې په خپل دسترخوان باندي ساتلي خلک دى. طبعاً له پردي او خپل سره  د تعامل، چلن، سليقې او غبرګون ترمنځ توپیر شتون لري. د پرونيو جنګسالارانو او له غرب څخه راشغول شويو ناروا کړنې اوسنيو چارواکو ته د ورته کړنو مشروعیت نه برابروي.

په خورا تأسف سره باید ووایم چې له مختلفو  کورنیو او بهرنیو فشارونو وروسته مو د اسلامي امارت مشرتابه څخه د اوسنۍ مطلقاً نيمګړي او يو اړخيزې غونډې د جوړيدو تمه نه درلوده. زه منم چې له جرګو څخه پخوا هرې واکمني ډلې په مختلفو برخو کې سؤ استفاده کړې ده خو د اوسنۍ ناستې له جوړښت څخه په څرګند ډول د امارت او ولس ترمنځ د خورا ستر واټن شتون ښه اټکل کيږي. دغه ډول زور او تزوير په اهل دين باندي د ولسي باور کچه ښکته کوي او په اوږدمهال ډول له دين سره د واټن رامنځته کيدو لامل ګرزي. پخواني ولسونه به که حاکم ګوند څخه ناهيلي شو نو روحانيت ته به يې پناه راوړه نو که له روحانيت څخه ناهيلي شي، بيا به کوم لوري ته پناه يوسي؟

له پورتنیو ټولو ستونځو  او تشو سره سره بيا هم هيله مند يم د مذهبي علماو ناسته ښې پايلې ولري، د ولس او هېواد د لوړو ګټو په تړاو د امارت چارواکو ته څرګند او رغوونکي وړانديزونه وکړي. په ځانګړي ډول هر څومره ژر چې شونې وي د انجونو د ښونځيو د پرانستو او کار اهل کار ته د سپارلو په هکله نه يوازي وړانديز او سپارښتنه وکړي، بلکې د جدي ستونځې په توګه يې غوښتنه وکړي او له چارواکو سره يې د انفرادي کتنو په درشل کې هم په تکراري ډول مطرح کړي.

د نننۍ ناستې قضاوتونه، د افغانستان ولس نړيوال او تاريخ لخوا څارل کېږي. کيداى شي داسې فرصتونه بيا رامنځته نشي. خداى دې وکړي چې د ناستې ګډون کوونکي دغه مسئوليت په ښه توګه درک کړاى شي. د واک د پياوړي کولو د نارواو د توجیه کولو او “هر څه ته د سم دى پاچا سلامت”  ويلو پرځاى په زغرده امارت ته د کورني او بهرني سیاست په برخه کې تشې ور په ګوته کړي او رغنده وړانديزونه وکړي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    د تبصرې په ډېره ابتدایې کچه کې باید ووایم لاهم سروخت دی،
    موږ باید نیوکه ومنو دنیوکې ظرفیت ، پوهه، زغم، درایت او تحمل ولرو . هرڅه به وخت او زمان سره وڅېړو،دقیق ،استوار بې غل اوغش خو موږ انډیوالی پالو، انحصار مو راوستی ، ښوونځی موتړلی، کاراهل کار ته نه سپارو ،ځکه بخیل یو ! حتی په تودې خبرې کې دذبیح الله سعادت معقولې ځیرکې پوښتنې ته ناوړه غبرګون ښيو.دا تګلارې داسلام په کومه برخه کې راغلی دی چې موږ یې نه پېژنو.
    سیالی په نهایی درجه روانه ده. دمشروعیت کورنی او بهرنی موخې رانه ورکی دی. تقلید او پېښې ظاهری بڼه او نمایشی ، ګواښلی احساساتی کارونه اسلام کې نشته دنړۍ په کوم اسلامی هېواد کې دغه ډول تعامل او بندیزونه روان دی چې موږ یې په مجاهد ولس کې ګروګان وینو لکه دیتیمانو ، کونډو ، شهید ملت ، وچ کالی ، کرونا ناروغی ، دجنګ اوجګړې تورې تیارې ، زلزلې او نورې داټولې بد مرغی کمې دی چې موږ نوروته ملا راتړلې؟ موږ په بله لار روان یو!
    په حقیقت کې موږ هره ورځ د ملت زعامت ننګوو او وړوکی کوو یې له اسلام څخه بې خبر تېره غونداری ولو په ولس باور نشو کولی او له سمو خلکو تښتو دا ډول زورواکی په ۲۱ پېړی کې څه ډول تعبیر لری؟ هدف له نیوکې دملت بیداري ، غوښتنی ،ضرورتونه داسلامی عدالت ، مساوات او عملی ګامونو اخیستل او دحل متناسبې باکیفیتې او روښانه لارې دی .
    ښځې چې دټولنې یوه بشبړه کتله ده او دټولنې پرمختګ ورسره تړلی په کوم نصاب او ایین له حق څخه محروموې دادچا کار دی؟ زړو،ازمایلو ،فاسد و بیغیرتو ته ښه راغلاست ویل فاسده کمزوری ده . دهمدی ولس ۶۰ سلنه ځوانه طبقه ، زړه سوانده متعهد مسلمان خلک راخپل کولی نشی په ملی حاکمیت او اسلامی تیوری او فرهنګ کې نه تجربه لری او نه پوهه ٔ! باندې ډیر کار وکړی خلک وروزی علمی دګر ته تیاری مو درلودی چې نړیوال عالمان چمتو کیدل ستاسې مسولیت دی
    شپه که تیاره ده مڼې په شماردی

    • سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد
      له تبصرې او اصلي نيمګړتياو ته د ګوتو نيولو له امله مو منندوى يم. يقيناً ستاسو لخوا يادې تشې لرو ځکه خو زخمونه او دردونه ورځ تر بلې زياتيږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب