یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتورپېکۍ: د نجونو د ښوونځیو د نشتوالي له امله ترکیې ته رامهاجر...

تورپېکۍ: د نجونو د ښوونځیو د نشتوالي له امله ترکیې ته رامهاجر شوو

تاند (جمعه، د سرطان ۱۰ که) د یوې افغانې کورنۍ ماشومه بچۍ تورپېکۍ وایي، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندېدلو له امله د هغوی کورنۍ مجبوره شوه چې خپل وطن پرېږدي او د زده کړو لپاره ترکیې ته مهاجر شي.

تورپېکۍ چې د عمر له مخې د ۱۱ او ۱۳ کالونو تر منځ ښکاري، له مشهور افغان یوټیوبر همایون افغان سره د ترکیې په استانبول ښار کې د خبرو پر وخت وویل چې پخوا یې په وطن کې ډېرې ښې استادانې لرلې، خو اوس هر څه په سیند لاهو شوي دي.

تورپېکۍ له خپلې مور، پلار او د هوسۍ، آمنې او کلثوم په نامه خویندو سره ښار ته د لیدنې لپاره وتلې وه، خو ویې ویل چې په ترکیه کې د خوښۍ احساس نه کوي او وطن یې یادېږي.

طالبانو نژدې ۱۱ میاشتې مخکې په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو څخه وروسته د اساسي قانون د ځنډولو، د ولسي جرګې او مشرانو د منحلولو، د پخوانۍ ملي اردو د انحلال، د بشري حقونو د کمېسیون د انحلال، د ملي سرود او ملي بیرغ په استعمال باندې د بندیز لګولو په شمول، د افغانستان د نظام تقریبا ټولې ستنې ونړولې او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو او د ښځو پر مخ د دفاترو دروازې بندې کړلې.

یو شمېر پوهان وایي چې یوازې یرغلګر د یوه هېواد ملي بیرغ راښکته کوي، خو طالب وسله والو دا وضاحت نه دی ورکړی چې آیا هغوی د یرغلګرو پېښې کوي که د خپلو بهرنیو ملاتړو په حکم یې د افغانستان ملي بیرغ راښکته کړ.

ویل کیږي چې وسله والو په داسې حال کې په افغانستان کې د پرمختیایي نظام مخه ډب کړه چې د هغوی اصلي ملاتړي او د منشأ هېواد پاکستان کې نجونې نه یوازې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي بلکې غټه فیصدي یې په تعلیمي مرکزونو او ښاري پارکونو کې د ملګرتیا ناروا ارتباطات هم پالي.

یو شمېر د نظر خاوندان وایي چې په ۲۰۰۱ کال کې د پخوانۍ شمال ټلوالې له واک ته رسېدلو څخه وروسته هم تر څه وخته حالات نظامي وو او د وخت په تېرېدلو سره ورو ورو ښه شول، خو نور بیا په دې نظر دي چې د ټلوالې او په ځانګړې توګه د نظار شورا پاتې شوني تر پایه پورې اهلي نشول او وېره شته چې وسله وال طالبان هم د مدنیت په لور دومره پرمختګ ونه کړي چې افغانستان له نورو هېوادونو سره د سیالۍ له کاروان سره یوځای شي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب