یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله اخوندزاده د لویې جرګې په خیمې کې حاضر شو

ملا هبت الله اخوندزاده د لویې جرګې په خیمې کې حاضر شو

تاند – طالبان وايي چې مشر یې، چې دوی یې امیرالمومنین بولي، د علماوو په لویه غونډه کې د ګډون لپاره د لویې جرګې خیمې ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې وینا وکړي.

دا د تېر کال د اګست له ۱۵ وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي دي، لومړی وار دی چې ملا هبت الله اخوندزاده کابل ته راځي او په لومړي ځل یې خلک ویني.

د ملا هبت الله اخوندزاده د مودیت په اړه ډېر خلک مشکوک دي خو ممکن نن د علماوو غونډې ته د خپلې څېرې په ښکارولو سره د ډېرو شکونه لېرې کړي.

تراوسه پورې د اخوندزاده کوم فلم یا ویدیو نه ده خپره شوې او نه یې کومه وینا خلکو اورېدلې ده.

پرون د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي و چې ممکن د دوی زعیم د علماوو په غونډه کې ګډون وکړي.

2 COMMENTS

  1. تانده معلومات خبرونه دی موسخ، او ده اعتباروړندی. دا پورته عکس ده یو پاکستانی پیر بشیر احمد مدنی ده پیرصباق ده پیرصاحب ده زوی دی چی ده پاکستان په نوښارکی اوسیږی . نودا شخص ده افغانستان اوسنی واکمن امیرالمومنین ندی. تصویر یی لری کړی چی ده تاند اعتبارته زیان رسوی

  2. This is Bashir a cleric in Pashawer. He is the son of Peer Sahib from Sabaaq. Please don’t put photos without proper verification. Legal action maybe taken on his behalf against your news agency.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب