یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر ټول شموله حکومت او د نجونو پر زده کړو ټينګار ؛...

پر ټول شموله حکومت او د نجونو پر زده کړو ټينګار ؛ سراج الدين حقاني: ملت او حکومت دې یو شي

تاند (جمعه، د سرطان لسمه)‌‏‏ د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني د ملایانو د لویې غونډې پر مهال د ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د نجونو پر زده کړو ټينګار وکړ.

ځينو خبري رسنيو د نوموړي د وينا په حواله ویلي چې سراج الدين حقاني د حکومت او ملت د يو کیدو غوښتنه کړې او ویلي چې په دې ډول دې اعتماد ډېر کړل شي.

نوموړي دا غوښتنه هم کړې  چې په دغه غونډه کې دې د طالبانو د واکمنۍ د هغو عواملو په تړاو بحثونه وشي ، چې د پاشلتيا سبب ېې ګرځي.

سراج الدين حقاني د خپلې وینا پر مهال د ملایانو غونډې ته د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د رسیدو خبر هم ورکړ او ويې ويل ، چې نورې خبرې به هغه وکړي.

د طالبانو لوري په کابل کې د ملایانو غونډه چې پرون پیل شوه او پکې د مخورو څېرو د ګډون خبره هم شوې وه، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار تر څنګ ډېرو نورو طالب پلوو سیاستوالو او خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د‌‌ طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ، چې دغه سياسي څېرې د خلکو له لوري په دغه غونډه کې د دوی د استازو په توګه نه وو ټاکل شوي، ځکه ېې په غونډه کې ګډون نه درلود.

هغه په دغه غونډه کې د رسنيو د نه موجوديت په اړه پرون وویل:« خبریالانو ته موږ خپله تکلیف ورنه کړ، چې په تکليف نه شي.»

د ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له طنزیه غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

دوی پوښتنه کړې چې د غونډې نور ګډونوال د کومو انتخاباتو له مخې ټاکل شوي او آيا ريښتيا طالبان پر انتخاباتو باور لري؟

1 COMMENT

  1. د هر چا یو رقم وی ، دا د طالبانو رقم دی ، وطن گتلی دوی دی ، د تصمیم او مشوری خلک هم باید دوی وی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب