یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههبت الله اخندزاده: که د ټولې نړۍ اټوم هم را باندې وکارول...

هبت الله اخندزاده: که د ټولې نړۍ اټوم هم را باندې وکارول شي، له خپلو دريځونو نه په شا کيږو

تاند( جمعه ، د سرطان لسمه )‌‏‏ په کابل کې د ملایانو د لویې غونډې پر مهال يو ویناوال، چې ادعا کېږي د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده و ، نړيوالو ته خبرداری ورکړ ، چې د ټولو اټومي طاقتونو پر وړاندې به ېې د طالبانو د دريځونو د ساتلو لپاره ودريږي.

نوموړي وويل:« ‏موږ داسې ملت يوو، چې شهادت مو ارمان دی، امريکايانو خو په افغانستان کې د بمونو مور استعمال کړه؛ خو چې اټوم بم هم استعمال کړي، موږ د الله تعالی له لارې څخه نه اوړو او نه د دوی کفري فرمايشات منلای شو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د امنيت په اړه انديښمن ښکاریده او له ملایانو ېې غوښتل ، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د‌ ملا هبت الله په نوم غږيدونکي دغه کس د سيمه ييزو هېوادونو هغو اندیښنو ته هم اشاره لرله ، چې افغانستان نه ېې دوی ته د امنیتي ګواښونو په اړه لري.

نوموړي په دې اړه وویل: « ‏ هیچا ته بده اراده نه لرو، ګاونډي هېوادونه دې له موږ څخه د هیڅ خطر احساس نه کوي.»

دغه ويناوال افغان سوداګر په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول او ورته ېې وويل:« تجارانو ته وایو چې راشي، دوی دې هیڅ وېره نه لري، را دې شي، فابریکې دې جوړې کړي، پانګونه دې وکړي؛ ځکه بهرنۍ مرستې زموږ اقتصاد نه شي پورته کولای؛ بلکې نور مو اړ کوي او اقتصادي استقلال مو راڅخه اخلي.»

د هغه په خبرو کې څو ځایه له کومې مشخصې يادونې پرته د دوی خلاف د « دښمن د دسيسو » خبره ياده شوه ، خو له دښمن او دسیسو دواړو څخه ېې منظور روښانه نه شو.

د نوموړي په خبرو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو یادونه هم وشوه او د بدو پایلو خبرداری یې ورکړل شو:« ‏ څنګه چې علماء حق لري حاکمانو ته نصيحت وکړي، همداسې دحکومت مسؤلين مکلف دي چې يو بل ته نصيحت وکړي، يو د بل تخريب بايد ونکړي؛ ځکه داختلاف په نتیجه کې امارت له منځه ځي.»

د طالبانو د امیرالمؤمنین په نوم غږيدونکي دغه ويناوال ، چې خلکو ته یې یوازې غږ خپریده او چا ېې عکس او ویډیو ونه لیده ، په رسنيو کې د طالبانو نقدول منع وګرځول.

نوموړي وويل:« ‏ علماء او ولس حق لري چې حاکمانو ته نصيحت وکړي او اشتباه ګانو ته يې متوجه کړي، ورسره وويني او په مجلس کې يادونه ورته وکړي، مګر دا نصيحت نه دی چې پر رسنیو د حاکمانو کمزورۍ بيانېږي، په دې کار د حکومت او ملت تر منځ فاصله پيدا کېږي. »

‏دغه طالب ويناوال د پخوانيو چارواکو، سياستوالو او ټول شموله حکومت په اړه په روښانه ټکیو د خپلې ډلې دریځ په دې ډول اعلان کړ: « ما پخوانيو ظالمانو ته عفوه کړې ده، پر تېرو اعمالو حساب نه ورسره کوم، که بې له نوي جرمه چا تکليف ورکړ محاکمه کوم يې،مګر عفوه دا معنی نه لري چې په حکومت يې را ګډ کړئ!»

د ملا هبت الله په نوم دغه غږيدونکي ويناوال په ورته وخت کې ادعا وکړه ، چې دی کوم تش په نوم سياسي مشر يا په رايو ټاکل شوی ولسمشر نه دی؛ بلکې شرعي امیر دی او بشپړ اطاعت ېې باید وشي.

نوموړي وويل:« ‏که ما خپل شرعي امير بولئ؛ اطاعت به مي کوئ، زه تش په نوم سياسي مشر يا په انتخاباتو راغلی جمهور رئيس نه يم، علماء به موږ ته لار ښيي او موږ يې اجرائيه قوه يوو.»

د طالبانو د لوی مشر په نوم د غږيدونکي دغه کس د هویت په اړه خلکو شک ښودلی ، چې ولې یې خلکو ته مخ نه دی څرګند کړی او ريښتیا به دی ملا هبت الله وي او کنه ؟

د‌ هغه د خبرو د محتوا په اړه هم پراخې نیوکې شوي دي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان د سیمی او حتی ټولی نړۍ په کچه د معدودو مهمو او غنی او ارزښتمنو هیوادونو څخه ګڼل کیږی.
    د ځینو یا ډیرو هیوادونو خلګ اقتصادی ستونزی لری خو سیاسی – اجتماعی – فرهنګی – هویتی ستونزی نلری، ځینی هیوادونه اقتصادی ستونزی نلری خو نوری ستونزی لری.
    امّا
    د افغانستان مظلوم وولس د هر ډول ستونزو تر څنګ روحی ستونزی هم لری او تر ټولو لویه ستونزه ئې دا ده چی د نړیوال ” سرکَس ” ( sercus ) متصدیانو او اِجاره ګرانو دا مظلوم ملت د هغه سرکَس نندارې ته کېنولئ دئ کوم چی د ټکټ بیه ئې د مال او سر او عزت په ورکړه تمامه سوېده.
    د الله سبحانه او ټولو مخلوقاتو لعنت او نفرین دی وی پر هغه فرعون او قارون او هامان او سامری ( غربی استعمار ) کوم چی زموږ خوار وولس ئې د دې ځوروونکی وضعیت سره مخامخ کړیدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب