یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههبت الله: که نړۍ خپل ټول اتومي بمونه هم راباندې وغورځوي د...

هبت الله: که نړۍ خپل ټول اتومي بمونه هم راباندې وغورځوي د هغوی مشوره نه منو

تاند(جمعه، د سرطان ۱۰ مه) د طالبانو زعیم ملا هبت الله اخوندزاده، نن د لویې جرګې په خیمه کې د شاوخوا درې زه ملایانو په غونډه کې ګډون وکړ او له هغو یې بیعت واخیست.

ده غونډې ته وویل:«که ما خپل شرعي امير بولئ؛ اطاعت به مي کوئ، زه تش په نوم سياسي مشر يا په انتخاباتو راغلی جمهوررئيس نه يم، علماء به موږ ته لار ښيي او موږ يې اجرائيه قوه يو.»

د غونډې برخوالو د ګوتو په پورته کولو هبت الله اخوندزاده ته بیعت وکړ.

اخوندزاده، چې طالبان یې امیرالمومنین بولي، په لومړي ځل په یوه غونډه کې، چې خبریالان، رسنۍ او کمرې پکې منع دي، ځان ښکاره کړ او د علماوو لویې غونډې ته پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو مبارکي وویله.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، هبت الله اخوندزاده وویل:«د افغانستان د جهاد بریالیتوب نه یوازې د افغانانو لپاره ویاړ دی بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره هم دی.»

د طالبانو مشر همداراز وویل چې افغانستان اوس خپلواک دی او د نورو په اشاره کار نه کوي «موږ الحمدلله اوس يو مستقل هيواد يو، خلک دي موږ ته فرمايشونه نه راکوي، خپل نظام مو دی خپلي فيصلي کوو.»

ده د پخواني حکومت غړیو ته د عفوې اعلان تکرار کړ خو ویې ویل چې هیڅ دولتي چوکۍ به ورنه کړي.

ده دا هم وویل:«که نړۍ د دوی پر ضد له خپلو ټولو اتمي بمونو هم کار واخلي، د هغوی مشوره به ونه مني.»

د طالبانو مشر په عین حال کې وویل چې نړۍ نه غواړي چې افغانستان خپلواک حکومت ولري.

اخوندزاده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«د مسلمان وژنه مو په يوه وخت کې مقصود نه ده ګرځولې کوم چې مو وژلي هغه د امريکا په څنګ کې ولاړ او سپر ول کنه زموږ مقصود د دوی مرګ نه وو.»

طالبانو په تېرو شلو کلونو کې سلګونه دیني عالمان د پخواني حکومت د خواخوږۍ په خاطر وژلي دي.

که ما خپل شرعي امير بولئ؛ «اطاعت به مي کوئ، زه تش په نوم سياسي مشر يا په انتخاباتو راغلی جمهوررئيس نه يم، علماء به موږ ته لار ښيي او موږ يې اجرائيه قوه يو.»

طالب مشر وویل:«که په يوه نظام کي خواهشات رامخته شوه؛ د ماما زوی د ابا زوی مو ځای پر ځای کړل امنيت ځي! په تېر نظام کي چي خواهشات او قرابت تر اصولو مقدم وه امنيت هم نه وو، اوس چي خواهشات نسته امنيت سته! که خواهشات مقدم سول دغه امنيت بيرته ځي!»

3 COMMENTS

  1. خود کوزه و خود کوزه گر و خود گل کوزه، خود رند سبوکش
    خود بر سر آن کوزه خريدار برآمد، بشکست و روان شد
    مولانا

  2. در کارگه کوزه‌گری رفتم دوش

    دیدم دو هزار کوزه گویا و خموش

    ناگاه یکی کوزه برآورد خروش

    کو کوزه‌گر و کوزه‌خر و کوزه فروش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب