سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد راشد په غوښتنه لسګونه زره پاونډه ټول شوي

د راشد په غوښتنه لسګونه زره پاونډه ټول شوي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۵ مه) بهرمېشتو افغانانو له زلزله ځپلیو سره د مرستې په لړ کې د انټرنټ له لارې له ۱۰۰ زرو پونډو څخه ډېر ټول کړل

افغان فعالانو او یو شمېر بهرنیانو د یوه انټرنتي سایټ (GoFundMe) له لارې افغان زلزله ځپلیو لپاره له ۱۰۰ زرو پونډو نه ډېرې پیسې ټولې کړې.

دا وخت (د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ بجې) په انټرنټي سایټ‌ کې د راټولو شویو پیسو اندازه ۱۰۱ زره ۵۴۷ پونډه چې ۱۲۴ زره او ۵ سوه ډالر ترې جوړېږي، څرګندېږي.‌

د دغه وېب سایټ د معلوماتو په اساس، په دې چنده کې جمعه شاه ۲۲۲۲ پونډه، اجمل حبیب ۱۰۰۰ پونډه، اختر ویس وزیرزي ۶۶۶ پونډه، هارون ملک ۶۰۰ پونډه، زرمینې وزیري ۵۶۷ پونډه اچولي دي.‌

دغه راز، صفت الله اوریاخېل، اکرام افغان، فیصل سادات، ولي مامدزي، تراس خان، کلیم اعظمي، راشدخان ارمان، او دوه نورو کسانو چې خپل نومونه یې وېب سایټ ته نه دي ورکړي هر یوه ۵۰۰ پونډه ور اچولي دي.

نورو برخه والو له ۴۹۹ څخه ښکته ان تر ۳ پونډو پورې اچولي دي.

ویل کیږي چې د لویې پکتیا او ننګرهار د زلزله ځپلیو لپاره تر اوسه د بېلابېلو هېوادونو او موسساتو له خوا د خواوشا ۱۵ میلیونو ډالرو مرستې ژمنې شوي دي.

یو شمېر د نظر خاوندان وایي، ښه به وي چې په دغه ډول پیسې د هغو خلکو لپاره چې کورونه یې وران شوي او یا له ورته خطر سره مخامخ دي د سیمې په هوارو ځمکو کې د ښار په بڼه ارزان یو منزله پاخه کورونه جوړ کړای شي څو په راتلونکي کې د داسې پېښو په صورت کې خوندي پاتې شي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب