یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا متقي د چېن سفير سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

ملا متقي د چېن سفير سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پرون په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره وکتل.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هر اړخيزې خبرې وکړې.

د چین سفير د وروستۍ زلزلې په اړه طالب وزير ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او په نږدې راتلونکي کې یې له زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د بشري مرستو خبرهم ورکړ.

د‌‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزير د چينايي لوري د خواخوږۍ له پيغام او بشري مرستو مننه وکړه. هغه له چينايي سفير وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي.

د چين سفير وويل چې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.

دواړو لوريو ژمنه وکړه چې سږ کال چين ته د افغان جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پام وړ چټکتيا راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب