یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهايران د سرپل په بلخاب کې د جګړې پړه پر امريکا واچوله

ايران د سرپل په بلخاب کې د جګړې پړه پر امريکا واچوله

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او ورڅخه د ناراض شوي يوه هزاره قومندان تر منځ ېې د جګړې تر شا د امریکا د لاس لرلو تور پورې کړی.

نوموړي ويلي:« په افغانستان کې د هدفمندې ګډوډۍ لپاره د امريکا لومړیتوب دا دی ، چې قومي او مذهبي جګړه رامنځته کړي.»

د ایراني استازي په باور، امريکا هڅه کوي چې تاجیکان او هزاره ګان د خپلې طرحې قربانيان او د افغانستان ناورين، په سیمه ییز ناورين بدل کړي.

د ايران استازي د افغانستان د ټولو قومونو پر مشرانو غږ کړی ، چې د بلخاب له جګړې څخه لیرې اوسي.

د ده په باور ، دغه جګړه د افغانانو له وینې توییدنې او د افغانستان له ويجاړۍ پرته بله هېڅ کومه پایله نه لري.

ايران د افغانستان له ټولو خیر غوښتونکو غوښتي ، چې د بلخاب د جګړې پر ضد غبرګون وښيي.

د ایران د استازي په ادعا ، د دغې جګړې اصلي محرک څو ملیتي استخباراتي بنسټونه دي.

نوموړي په مشخص ډول د بلخاب جګړه امریکايي پروژه ګڼلې او هڅونکي ېې د دغې پروژې په مرستندویانو کې ياد کړي.

د بلخاب جګړه له څو ورځو راهيسې له طالبانو څخه د دوی د ناراض شوي هزاره قومندان مولوي مهدي او طالبانو ترمنځ پيل شوې ده ، چې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې مختلفې ادعاوې پکې شوي دي.

مولوي مهدي د طالبانو د بیرته واکمنيدو په لومړیو څو مياشتو کې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس و ، چې له دندې تر ګوښه کیدو وروسته خپلې پلرنۍ سیمې بلخاب ته لاړ او د ولسوالۍ له نیولو سره ېې له طالبانو څخه بغاوت وکړ.

طالبانو د نوموړي د پخلاينې لپاره څو پلاوي واستول او د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ لپاره ېې کابل ته وباله ، خو مولوي مهدي ونه منله.

د مولوي مهدي پر وړاندې د طالبانو د عملياتو له پيل سره د ايران په اطاعت د افغانستان د شیعه علماوو تورنې شورا له طالبانو وغوښتل ، چې مولوي مهدي سره د روغې جوړې واک او فرصت ورکړي ، چې د شورا د اعلاميې له مخې دغه فرصت ورنه کړل شو.

د یادو عملیاتو له پیل سره ، د‌ دې باوجود چې مولوي مهدي د طالبانو بیرغ ودرولی و او ځان یې طالب باله ، خو د هزاره ګانو قوم ډېرو مشهورو سیاسي، مطبوعاتي او نورو څېرو له نوموړي ملاتړ وښود او د طالبانو عملياتو ته ېې د « هزاره وژنې » نوم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده ، چې دغو هزاره مدافعینو تر دې مخکې طالبان یو مخ پښتانه او د پښتنو مدافعین بلل ، خو اوس ترې غواړي چې هزاره طالبانو ته په خپل حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.

د بلخاب په جګړه کې د ایران د رول په اړه دوه ډوله تحليلونه وړاندې شوي.

یوه برخه د نظر خاوندان فکر کوي ، چې د هزاره طالبانو د پارولو اصلي محرک ایران دی ، څو په دې ډول طالبان په خپل حکومت کې د ایران پلوه هزاره استازو ګومارلو ته تر فشار لاندې راولي.

ځینې نور شنونکي فکر کوي ، چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو او طالبانو سره د افغانستان په اړه توافقاتو کې د هزاره او شیعه افغانانو ذمه منلې ، چې طالبانو سره به غاړه وړي.

د دغه نظر لرونکي کارپوهان وايي، چې د ایراني استازي غوسه ناکې او له تورونو ډکې خبرې کیدای شي د همداسې يوې ناکامۍ له کبله وي.

مولوي مهدي او پلویانو یې د ایراني استازي تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په خپله پرونۍ اعلاميه کې د بلخاب جګړې پر ژر ودرولو له ټینګار سره ويلي ، چې طالبان دې د مولوي مهدي او نورو هزاره طالبانو د حقونو په ورکولو سره دا ستونزه په خپل منځ کې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب