کبیر حقمل
په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د لسو میاشتو په تېرېدو هم د هېڅ ډول کورني او بهرني مشروعیت خاونده نه شوه. په داسې نړۍ کې، چې د ډېری هیوادونو وګړي د خپل ژوند د لوري او واکمن د ټاکنې نه انکارېدونکی حق لري، طالب د توپ او ټوپک په زور واک خپل کړی او د نوي وخت هېڅ ډول معیار ورته لږ تر لږه تر دې مهاله د منلو نه دی.
که څه هم د طالبانو دا ځل واکمني تر لومړۍ هغې څه نا څه متفاوته او د نړۍ او امریکا له وېرې یو څه نرمه ده، خو بیاهم هیچا په رسمیت نه ده پېژندلې او افغانان هم ترې په تېښته دي. د کډوالو شمېرو او هغه حالت ته په کتو، چې ډېری خلک له هیواده د وتو هڅه کوي، داسې جوتېږي، چې هیڅوک هم د دوی له امارت سره د شپې تېرولو او ددې ډلې د حاکمیت د دوام په صورت کې، په هیواد کې د رفاه او پرمختګ د راتلو تمه نه کوي.
دې حالت د طالبانو ورځ هم توره کړې. ددوی ډېرو تندلارو غړو په لویو مجلسونو او غونډو کې له امریکا او نورو هیوادونو، په داسې حال کې، چې د خپل مشروعیت لامل ددې هیوادونو ماتول بولي، وغوښتل، چې په رسمیت یې وپېژني. همدارنګه یې د ځان د ټولمنونکي ښودلو لپاره د افغان څېرو د ستنولو کمیسیون جوړ کړی، چې که له هیواده وتلي کادرونه بېرته ورشي او ددوی د مشروعیت په ایجاد کې مرسته ورسره وکړي، خو په دې لړ کې هم تر اوسه داسې څوک نه دي ورغلي، چې ډېر موثر وي. د غریبۍ کچ یې تر دې دی، چې د نظام الدین قیصاري ستنېدو ته هم اتڼ کوي او په خوښیو یې نمانځي.
دې ستونزې او ددوی د حاکمیت په اړه د موجودو میلیونونو پوښتنو لپاره د موقتې ځواب موندنې په موخه داسې ښکاري، چې دوی کومه ناسته غواړي، چې یو شمېر رسنیز او سیاسي تحلیلونه د لویې جرګې نوم ورکوي.
افغان لویې جرګې
افغانستان د جرګو مرکو وطن دی، چې د سترو او کوچنیو لانجو د حل په موخه د مشرانو او سپین ږیرو د راټولېدو بډای کلتور لري. په دې لړ کې د میرویس نېکه لخوا د صفوي واکمنۍ د ختمولو په موخه را غوښتل شوې لویه جرګه، لومړنۍ جرګه بلل کېږي، چې د هیواد د سیاست او انسجام په برخه کې یې اساسي رول ولوباوه. تر هغه شاوخوا ۴۰ کاله وروسته بله جرګه وشوه، چې د احمد شاه بابا پر سر یې د مشرۍ تاج کېښود او اوسنی افغانستان یې رامنځته کړ. د ستر بابا له مهاله تر ننه بیا د مختلفو واکمنیو پر مهال لسګونه ځله افغانان راټول شوي او پر مهمو ملي مسئلو یې خبرې او پرېکړې کړې دي.
په افغانستان کې جرګې د نورو هیوادنیو موضوعاتو ترڅنګ تر ډېره د دوو موخو لپاره غوښتل شوي، د نوي نظام او اساسي قانون ایجاد یا هم په نظامونو کې د موجودو ستونزو حل او اصلاحات.
طالبان او جرګه
د طالب واکمنۍ په اړه د پورته یادو شویو دوو ټکو لومړی هغه حل برېښي ځکه وايي، چې نظام یې شته، امیر یې که وي که نه وي، دوی ادعا کوي، چې موجود دی او قانون یې هم په خپل تعبیر او تفسیر اسلام دی او بل قانون ته اړتیا نه لیدل کېږي.
دوېم ټکی، چې په نظام کې د ستونزو حل یا هم کوم اصلاحي پروګرام بللای شو، ځکه د جرګې اساسي بحث نه شي کېدلای، چې اصلاحات او سمونې د موافقو او مخالفو افکارو د امتزاج او استنتاج په نتیجه کې رامنځته کېږي، حال دا چې د طالب پر وړاندې د مخالف غږ پورته کول هغه هم په یوه لویه ناسته کې امکان نه لري. طالبانو د خپل کاري بهیر او سیاسي تصامیمو لپاره مشخص معیارونه ټاکلي، چې په هغو کې یوازې ددوی د غورځنګ غړي یا د هغوی هغه محبین، چې دا وچه کلکه او بې مشروعیته واکمنۍ بلا تشبیه د صحابه و خلافت بولي، د منل کېدو وړ دي نه بل څوک.
جرګې هغه مهال موثریت لري، چې د واکمن نظام د کاري بهیر او پالیسیو ننګوونکي کسان او ډلې په کې موجودې وي. هلته بیا کېدلای شي بدیلونه رامنځته او حالت په یوه بل او د شونتیا تر حده ښه لوري روان شي.
د څو جرګو په اړه، چې موږ پوهېږو او له نژدې مو یا څارلي یا مو کار په کې کړی، دا په یقین سره ویلای شو، چې ډېرو داسې کسانو ته په کې د ګډون اجازه ورکول کېدله، چې آن یې پر نظام مخامخ ګوزار کاوه او په عامو غونډو کې یې ولسمشر له خبرو منع کاوه. د طالب د اوسني دیکتاتور او بل نه منونکي نظام تر سیوري لاندې دا څومره شونې ده، چې په جرګه کې دې ددوی مخالف غږ وجود ولري؟ هغه ډله، چې لسګونه ځوانان یې یوازې د فیسبوکي لیکنو او یا پاکستان ضد تظاهراتو په ګناه شهیدان او بندیان کړي، څنګه کولای شي په یوه لویه هیوادنۍ ناسته کې د داسې چا غږ واوري، چې مشروعیت یې ننګوي او یا لږ تر لږه دا پوښتنه ترې کوي، چې امیر یې چېرته دی او ولې خلکو ته مخ نه ورښيي؟
د جرګې غړي به څوک وي؟
طالبان ددې ترڅنګ، چې یوه سیاسي-نظامي ډله ده، په ټولنیز لحاظ د یوه ځانګړي اجتماعي پاړکي استازولي هم کوي، چې ملایان دي. دوی که تېر ځل و یا اوس، ملا په هر معیار پوره او د هرې موضوع په اړه د تصمیم نیونې اصلي مستحق او صلاحیتدار بولي. جنګي تجربه او دا، چې هر چا تر نورو ډېر انسانان وژلي وي، ښاغلی دی، بل اصل بللای شو، چې دا مهال یې طالبان د ګومارنو او ټاکنو په برخه کې په پام کې نیسي. ددوی لخوا د را بلل کېدونکې ناستې، په ارتباط آیا دا شونې ده، چې طالبان له دې معیار پورته بل څه وښيي او د هغه پر بنسټ ټاکل شوي کوم بل افغان ته په جرګه کې د کېناستو، خبرو او پرېکړو حق ورکړي؟
اصلا هغه څه، چې که طالبان یې را وغواړي جرګه نه؛ بلکې د ملایانو یوه ناسته به وي، چې دوی پخوا هم داسې ناستې کړې دي. ددوی لومړی مشر ملا محمد عمر مجاهد د شاوخوا ۱۵۰۰ ملایانو همدغسې یوې غونډې د ۱۳۷۵ کال په وري کې د امیرالمومنین په توګه وګوماره. وروسته بیا، چې کله پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې بریدونه وشول او د اسامه بن لادن کیسه لانجمنه شوه، دوی بله ناسته وبلله، چې څو ورځې یې د کابل په انټر کانټیننټل هوټل کې دوام وکړ. په دواړو ناستو کې یوازې ملایانو، طالبانو او ددوی سرسختو پلویانو برخه لرله.
ډېرېدونکې نهیلي او وروستۍ حل لاره
پورته یادو شویو ټکو ته په کتو، هغه ډول، چې ځینې یې انګېري، طالبان د داسې کوم ګام اخیستو ته چمتو نه دي، چې په ملي کچه دې د خلکو د هوساینې یا هم سیاسي- اجتماعي ثبات په موخه پورته شي. ددوی هره خبره په خپل منځ کې او له وړاندې د ټاکلو شویو اصولو له مخې ده، چې خلکو، سیاسي لورو او د افغانستان راتلونکي ته هېڅ هم نه ورکوي، همدا لامل دی، چې ورځ تر بلې د نهیلۍ کچه پورته کېږي. په کور دننه هغه کسان، چې په نا خبرۍ، ناپوهۍ، د جمهوریت له وروستیو واکمنانو او چارواکو سره د عقدې یا د طالبانو د تشو وعدو له امله امید وار و او له هیواده بهر هغه هیوادونه او ادارې، چې فکر یې کاوه طالبان په تېرو شلو کلونو کې بدل شوي، ټول د نا امیدۍ پر نیلي سپاره او هر یو د بدیلو لارو د لټولو په هڅه کې دي.
دا هڅې به نن کمرنګه یا د طالب د واک او ځواک په نشه کې بې اثره وي، خو سبا ډېرې خطرناکې کېدلای شي. اصلا طالب د واکمنۍ له غلطې، نا مشروع او ورانونکې لارې راغی او د راتلونکې بلې هرې بلا د پېښېدو شونتیا یې حتمي کړله. که دغه ډله هم د ځان او هم نورو افغانانو لپاره ښه راتلونکی غواړي، د داسې ناستو او جرګو د رابللو پر ځای دې ځینې مهمې پروسې پیل کړي.
په دې پروسو کې ټاکنو او سیاسي تنوع ته د اجازې ورکول اساسي او مهم دي. دوی که په ریښتیني ډول ددې کار لپاره ملا وتړي او د انتخاباتو د کېدو یو دوه کلن پلان اعلان کړي، باور لرو، چې په ملي او نړیواله کچه به یې پر وړاندې د مثبتو بدلونونو د ایجاد شونتیا رامنځته شي. ددې ترڅنګ به لکه په وار وار، چې موږ ویلي د لومړي ځل لپاره د یوه نېک او جوړوونکي بهیر عاملان شي، چې کېدلای شي د تېرو هر ډول ظلمونو، وحشتونو، ورانیو او خرابیو ګناه یې جبیره کړي. که داسې نه وي، هغه ډول، چې دوی انقلابي واکمنان شول، نور به هم ورته لارې وهي او زموږ هیواد به د انقلابونو د یوه نه پرې کېدونکي بهیر پر پېچومو همداسې وران ویجاړ او بې سېکه روان وي.