جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسیګار: د افغانستان یو شمېر پخواني پوځي افسران له طالبانو سره یوځای...

سیګار: د افغانستان یو شمېر پخواني پوځي افسران له طالبانو سره یوځای شوي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۵ مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر وايي، د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو یو شمېر ټیټ رتبه افسران له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د جان سوپکو دفتر (سیګار) د امریکا د دفاعي استخبارتو په قول ویلي چې دا پوځیان د اقتصادي ستونزو له کبله طالبانو ته ورغلي او د هغو په لیکو کې جذب شوي دي.

سیګار دغه راز ویلي، یو شمېر نور پخواني امنیتي ځواکونه له داعش او نورو طالب ضد وسله والو ډلو سره ملګري شوي دي.

د سیګار د راپور پر اساس، څرګنده نه ده چې له طالبانو سره د افغانستان څومره پخواني پوځیان یوځای شوي او د هغو نورو په اړه هم کره شمېر څرګند نه دی چې د طالبانو له وسله والو مخالفانو سره ملګري شوي دي.

خو سیګار وايي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو اکثریت غړیو عادي ژوند ته مخه کړې او یو شمېر یې له افغانستانه وتلي دي.

سیګار وايي، هغو پخوانيو امنیتي افسرانو ته، چې له طالبانو سره ملګري شوي، د طالبانو په اردو کې د مشرتابه د کچې چوکۍ نه دي ورکړای شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...