یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدولتي مامورينو ته له لوی اختر مخکې د سرطان مياشتې د معاشونو...

دولتي مامورينو ته له لوی اختر مخکې د سرطان مياشتې د معاشونو ژمنه وشوه

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي چې د لوی اختر له را رسېدو مخکې د دولتي کارکوونکو د چنګاښ (سرطان) میاشتې معاش اجرا کېږي.

د یاد شوي وزارت په خبرپاڼه کې، ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړل شوی چې د خپلو کارکوونکو د معاش د اجرا کولو په موخه سر له ننه ( د روان کال د چنګاښ میاشتې له پنځمې) خپل استحقاقونه د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست ته وسپاري.

طالب چارواکو دا خبر په داسې مهال ورکړی ، چې ځینو دولتي ادارو مامورين د طالبانو د واکمنۍ له پیله تراوسه دوی ته د معاشونو د نه ورکولو ادعا کوي.

تېره اونۍ د کندهار د هوايي ډګر شاوخوا پنځوس مسلکي کادرونو له همدې امله له خپلو دندو څخه په ډله ییزه توګه استعفا وکړه.

طالب چارواکو د دغه خبر په غبرګون کې ویلي وو ، چې د مستعفي شویو کسانو شمېر دومره نه ،‌بلکې کم دی.

طالبانو د دغو دولتي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو دلیل نه و روښانه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب