یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط- انو خپل هزاره قومندان مولوي مهدي او د هغه پلویان «...

ط- انو خپل هزاره قومندان مولوي مهدي او د هغه پلویان « یاغیان» اعلان کړل

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏د طالبانو دفاع وزارت، د دې ډلې مشهور هزاره قومندان مولوي مهدي او د هغه پلویان« یاغیان» اعلان کړل.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د سرپل ولايت د بلخاب د جګړې په اړه ویلي، چې د طالبانو ګډو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د « بغاوت ګرانو » خلاف تصفیوي عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند زیاته کړې، چې د دوی ځواکونو د بلخاب ولسوالۍ او مرکز له نیولو سره ېې د ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکړی.

مولوي مهدي ته نېږدې سرچينو بيا ويلي، چې طالبانو د بلخاب ولسوالۍ مرکز نه دی نیولی او د دواړو لوريو ترمنځ په بازار کهنه، شیر قلعه، دامن کوتل او ځینو نورو سيمو کې نښتې روانې دي.

د طالبانو ځواکونو څو ورځې مخکې د مولوي مهدي پر استوګنځي هوايي بریدونه هم وکړل، خو هغه او خپلوانو ته ېې کوم زیان نه دی رسېدلی.

مولوي مهدي، چې د طالبانو له ناراضي قومندانانو څخه دی، په وروستيو کې د دوی د حکومت له بدنې جلا شوی.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او ورڅخه د ناراض شوي يوه هزاره قومندان تر منځ ېې د جګړې تر شا د امریکا د لاس لرلو تور پورې کړی.

نوموړي ويلي:« په افغانستان کې د هدفمندې ګډوډۍ لپاره د امريکا لومړیتوب دا دی ، چې قومي او مذهبي جګړه رامنځته کړي.»

مولوي مهدي د طالبانو د بیرته واکمنيدو په لومړیو څو مياشتو کې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس و ، چې له دندې تر ګوښه کیدو وروسته خپلې پلرنۍ سیمې بلخاب ته لاړ او د ولسوالۍ له نیولو سره ېې له طالبانو څخه بغاوت وکړ.

طالبانو د نوموړي د پخلاينې لپاره څو پلاوي واستول او د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ لپاره ېې کابل ته وباله ، خو مولوي مهدي ونه منله.

د مولوي مهدي پر وړاندې د طالبانو د عملياتو له پيل سره د ايران په اطاعت د افغانستان د شیعه علماوو تورنې شورا له طالبانو وغوښتل ، چې مولوي مهدي سره د روغې جوړې واک او فرصت ورکړي ، چې د شورا د اعلاميې له مخې دغه فرصت ورنه کړل شو.

د یادو عملیاتو له پیل سره ، د‌ دې باوجود چې مولوي مهدي د طالبانو بیرغ ودرولی و او ځان یې طالب باله ، خو د هزاره ګانو قوم ډېرو مشهورو سیاسي، مطبوعاتي او نورو څېرو له نوموړي ملاتړ وښود او د طالبانو عملياتو ته ېې د « هزاره وژنې » نوم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده ، چې دغو هزاره مدافعینو تر دې مخکې طالبان یو مخ پښتانه او د پښتنو مدافعین بلل ، خو اوس ترې غواړي چې هزاره طالبانو ته په خپل حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په خپله پرونۍ اعلاميه کې د بلخاب جګړې پر ژر ودرولو له ټینګار سره ويلي ، چې طالبان دې د مولوي مهدي او نورو هزاره طالبانو د حقونو په ورکولو سره دا ستونزه په خپل منځ کې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب