یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر له پاکستان سره د سوداګریز تړون د تمدید په اړه...

ملا برادر له پاکستان سره د سوداګریز تړون د تمدید په اړه اقتصادي غونډه کې بحث کړی

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌‏‏ د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي ، چې په دې غونډه کې د شاه او عروس بند د پاتې چارو په دوام ، د کام ایر هوايي شرکت د پاتې قرضو د تصفيې ، له پاکستان سره د « اپټا» تړون د تمدید او د پانګونې لپاره د « کیو ای افغان » شرکت په وړانديز بحث شوی.

 ‎‏د سرچېنې د معلوماتو له مخې ، یاد شوي شرکت د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې پر دوه زره جریبه دولتي ځمکې د کرنې او مالدارۍ په برخه د سل میلیونه ډالرو د پانګونې وراندیز کړی.

دغه شرکت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي، چې ياده ځمکه ورته په اجاره ورکړي.

طالبانو نه دي ويلي، چې د يادو موضوعاتو په اړه د دوی د اقتصادي کمیسیون پریکړې څه وې؟

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګريزو اړيکو د تړون « اپټا» په اړه له ډېرو کلونو راهيسې افغان سوداګرو شکايتونه کړي او پاکستان ېې د دې تړون په نه عملي کولو تورن کړی.

هغوی ټینګار کړی، چې پر ياد شوي تړون دې بيا کتنه وشي.

1 COMMENT

  1. زما مشوره او پیشنهاد منحیث مسلمان او افغان دا دی چې؛که ښه بدیل پیدا کولی شی ،نو لدی یکطرفه تړون څخه تیر شی ،ځکه هر کال کله چې زموږ د صادراتو وار شی د دوی د بنادرو تړل شروع
    کیږی ،نه تړون منی ،بلکی زموږ د خسارو او تکالیفو نه لذټ وړی؛چې دا کار د ایمان او انسانیت سره نه
    جوړیږی ، یواځی محدود شمیر خود کُش بیګانه پرور چې د شیطانت او شر ځالو پوری تړلی له شر نه
    یی ،ځان او ملت وساتی،نو د سالم بدیل هڅی باید زیاتی او د خپل صادراتو لپاره ښه مارکیټ هم اړین او ډیر مهم دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب