یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکونړ کې د يوه دېوال لویدو ۶ تنه وژلي او ۹ نور...

کونړ کې د يوه دېوال لویدو ۶ تنه وژلي او ۹ نور ټپيان کړي

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌‏‏ ‎‏د کونړ د مرکز اسعد آباد په کړمار سیمه کې نن نهه بجې پر یو کور ډبرین دېوال ورلوېدلی دی.

د کونړ لپاره د طالبانو د والي مرستيال مولوي عبدالله حقاني وایي چې په پېښه کې د دوو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

په کونړ کې د ځمکې د کمښت له کبله ډېرو خلکو د غرونو په لمنو کې کورونه جوړ کړي او هملته ژوند کوي.

د ساختماني شنونکو په باور ، د کور جوړولو پر مهال د افغانانو بې تدبيري او مسلکي انجينرانو سره نه همغږي د داسې پېښو‌ يو اصلي دليل دی.

په وروستيو ورځو کې د افغانستان مختلفې سیمې د زلزلې، سیلابونو ، واورو او نورو طبيعي پېښو له کبله د زرګونو تنو د مرګ ژوبلې سبب ګرځېدلی.

افغانانو په يوه خوله د‌ پېښو زیانمنو سره د افغان شتمنو او نړيوالو د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب