یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه کونړ کې درنې واورې ۲۰ تنه مړه کړي

په کونړ کې درنې واورې ۲۰ تنه مړه کړي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲مه) د کونړ ځايي چارواکي وايي، د سختې واورې د اورېدو له کبله په دغه ولایت کې لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د دوی په وینا د کونړ د څوکۍ ولسوالي په دیوه ګل دره کې د واورې د اورېدو له امله ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ځايي چارواکو په قول راپور ورکړی چې د واورې د اورېدو له کبله په کونړ کې سلګونه څاروي هم مړه شوي دي.

له نورستان څخه هم راپورونه وايي چې ګڼې کورنۍ په واورو کې بندې دي او ډېر شمېر څاروي ضایع شوي دي.

له بلې خوا د کونړ په کومار کلي کې د درنې واورې په وجه د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ځايی سرچینې وايي چې په مړو شویو کسانو کې ۴ ماشومان او ۳ ښځې دي.

په وروستیو څو ورځو کې د کونړ، نورستان او بامیان په شمول د افغانستان په یو شمېر سیمو کې واورې اورېدلي. د کال په دې وخت کې په تېرو څو لسیزو کې واورې نه دي اورېدلي.

همداراز په وروستیو ورځو کې په ګڼو سیمو کې سیلونه بهېدلي چې له کبله یې لسګونه کسان مړه شوي دي.

خو تر ټولو لویه پېښه د چهارشنبې د شپې زلزله وه چې په پکتیکا او خوست کې یې لږترلږه ۱۵۰۰ تنه مړه کړي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ژوبل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب