دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد لغمان او کونړ تر منځ لسګونه کورنۍ په سختو واورو کې...

د لغمان او کونړ تر منځ لسګونه کورنۍ په سختو واورو کې ايسارې دي

تاند(پنجشنبه، د سرطان دويمه)‌‏‏د ‎لغمان او ‎کونړ پر سرحدي کرښه (کونډ) سیمه کې لسګونه کورنۍ د سختې واورې اوریدو له امله بندې پاتې دي.

د طالبانو چارواکو ويلي ، چې تازه یې د ژغورلو هڅې پیل کړي دي.

د‌ دوی په وينا ، دغه سیمه شاوخوا (۴۰۰۰) متره لوړوالی لري او له چهارشنبې راهیسې په کې تر (۲.۵) متره واوره شوې ده.

‏د طالب چارواکو په خبره، د خالد بن وليد قول اردو ځواکونه يې د ‎ننګرهار هوايي ډګر ته روان شوي چې په واورو کې ایسار خلک راوباسي.

له څو ورځو راهيسې د سختې زلزلې، سېلابونو او واورو له کبله د هېواد له مختلفو سيمو څخه د زرګونو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب