Homeخبرونهد حامد کرزي پخوانی مرستیال او د ماليې وزير هېواد ته راستون...

د حامد کرزي پخوانی مرستیال او د ماليې وزير هېواد ته راستون شو

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌‏د طالبانو د ارتباط کميسیون په هڅو د حامد کرزي د حکومت د ماليې وزير هدايت امين ارسلا هيواد ته راستون شو.

نوموړی د‌ حامد کرزي د موقت حکومت پر مهال د نوموړي مرستيال او بیا ارشد سلاکار پاته شوی و.

هدايت امين ارسلا، چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه له سياسي جريان سره ېې تړاو درلود ، په ۲۰۱۴ کې ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند شوی و ، خو يو فيصد رايه يې هم نه وه ګټلې.

هغه د حامد کرزي د حکومت له پای ته رسېدو وروسته په کور و او د حکومتي دندې ترڅنګ یې کوم سياسي او ټولنيز فعاليت نه دی ليدل شوی.

د طالبانو د تماس کميسيون وايي ، چې ګڼو نورو داسې شخصیتونو هم رتباط ورسره نيولی او ژر به هيواد ته را ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...