یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د علي وزير په ملاتړ په کراچۍ کې د لاريون...

منظور پښتین د علي وزير په ملاتړ په کراچۍ کې د لاريون غږ وکړ

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌‏‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د دغه غورځنګ د رهبرۍ او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزير په ملاتړ په کراچۍ کې د لاريون غږ وکړ.

نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي:« پی ټی ایم ملګرو د شپې ناوخته پورې احتجاج وکړو چې بیا انتظامیه وعده وکړه چې تر سبا ورځې پورې به مسله حل شی خو له تر اوسه مسله حل نشوه.»

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM) د کراچۍ پر غړو غږ وکړ، چې دې ځل بیا جناح روغتون ته ځانونه ورسوي او لاریون وکړي.

ښاغلی پښتین زياتوي:« علي وزیر جناح هسپتال کراچۍ کې دی، نه يې واپس جیل ته وړي او نه ېې د پراډکشن ارډر مطابق اسلام اباد ته وړي.»

نوموړي دا هم ویلي، چې د پاکستان اوسني حکومت د علي وزیر سره د ټولو مسلو

د حلولو وعدې کړې وې خو د مسلو د حل په ځای ئی نورې زیاتې کړې او لا تر اوسه پورې هغه د جنرالانو له وېرې د علي وزیر قضیه نه تعقیبیږي.

د پاکستان حکومت د علي وزیر د نه خوشې کولو لامل نه دی روښانه کړی.

هغه په وزيرستان او نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ د وحشت او ظلم خلاف غږ پورته کړی و ، چې اوس پرې پاکستان او قوانینو ته یې د سپکاوي تورونه لګول شوي او د څو محکمو د ګټلو سره – سره نه خوشې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب