یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهم.م: که د زلزلې د ټپیانو ژر درملنه ونه شي د مړینو...

م.م: که د زلزلې د ټپیانو ژر درملنه ونه شي د مړینو شمېر به نور هم زیات شي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲ مه) د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لویه کمیشنري خبرداری ورکوي چې که د پکتیکا – خوست د زلزلې د ټپیانو درملنه ژر ونه شي، نور کسان به هم له ژونده بې برخې شي.

په پکتیکا او خوست کې تر کنډوالو لاندې د بندو پاتې شویو کسانو د موندلو او ژغورلو هڅې لا هم دوام لري.

په دواړو ولایتونو کې لږترلږه ۱۵۰۰ تنه مړه شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ژوبل دي.

د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو زلزله یو ناورین وباله، ویې ویل:«د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او زلزله ځپلیو ته د مرستو رسولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.»

ښاغلي ګراندې زیاته کړه:«دې ناورین یو وار بیا څرګنده کړه چې افغانان د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او د نړیوال پیوستون مستحق دي.»

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، خپل یو شمېر کارکوونکي یې زلزله ځپلیو سیمو ته د مرستې لپاره استولي دي.

نن (پنجشنبې) کرۍ ورځ خلک د زلزله ځپلیو سیمو په کلیو کې په لاس او بېل کنډوالې کیندلې چې مړي له خاورو راوباسي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د پلټنې او ژغورنې توان نه لري نو ترکیه غوره انتخاب ګڼی چې د افغانستان د چهارشنبې د ورځې له مرګونو زلزلې وروسته هلته د ژغورنې او پلټنې عملیات وکړي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبې) اعلان وکړ چې په افغ انستان کې د زلزلې قربانیانو ته یو میلیون ډالره بشري مرسته ورکوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان پرون وویل چې لس ټنه طبي مرسته د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته استوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل چې ایران دوه الوتکې بشري مرسته ورلېږلې او قطر یوه الوتکه په بشري مرسته ورلېږلې ده.

د ده په وینا پاکستان د خوراکي او نورو اړتیا وړ شیانو اته لارۍ پکتیکا ولایت ته استولي دي.

له بلې خوا جاپان، د امریکا متحدو ایالتونو، جرمني او ترکیې هم ویلي چې افغان زلزله ځپلیو ته بشري مرستې لېږي.

د طالبانو مشر ملاعبت الله اخوندزاده په یوه پیغام کې له نړیوالې ټولنې او ملګروملتو غوښتي چې له افغانانو سره بشري مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري مرستو همغږوونکي رامز الاکبروف پرون وویل، باور لري چې نژدې ۲ زره کورونه نړېدلي دي.

ده له کابل څخه د ویدیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو چې تراوسه یې مړ – ژوندی معلوم نه دی، ښايي خورا ډېر وي.

الاکبراوف وايي، د افغان کورنیو د غړیو شمېر په متوسط ډول ۸ کسه دی، او ځینې وخت څو کورنۍ په یوه کور کې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب