دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسرپل ته د ط- انو د لوی درستیز سفر ؛ د ملا...

سرپل ته د ط- انو د لوی درستیز سفر ؛ د ملا مهدي ځواکونو سره يې د نښتې خبر ورکړل شوی

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌‏‏ د سرپل له بلخاب ولسوالۍ څخه نا تاييد شوي راپورونه وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو د خپل ياغي شوي او تر ټولو مشهور هزاره قومندان مولوي مهدي د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي.

ملا مهدي ته نیږدې سرچينو ويلي ، چې طالبانو نن د بلخاب په « قم کوتل » کې د ملا مهدي د ځپلو لپاره بریدونه کړي ، خو د ملا مهدي د جنګیالیو او ولسي ملاتړو له مقابلې سره مخ شوي دي.

دغې سرچينې په نښتو کې د ۷ طالب سرتيرو د وژل کیدو او ۵ نورو د ټپي کیدو ادعا هم کړې ، خو د ملا مهدي لوري ته په ادعا شوې نښته کې د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ملا مهدي د ځپلو عملياتو ته له اشارې پرته ویلي ، چې د طالبانو د ځواکونو لوی درستیز قاري فصيح الدين سرپل ولايت ته تللی ، څو امنيتي وضعيت ېې وارزوي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا څو ورځې مخکې د طالبانو او ورڅخه د ياغي شوي هزاره قومندان د ناندرۍ د حل لپاره د يوه منځګړي پلاوي د ټاکلو او بلخاب ته يې له صلاحيتونو سره د استولو خبر ورکړی و ، خو د طالبانو يوې سرچينې تاند ته وويل ، چې طالب چارواکو ملا مهدي ياغي ګڼلی او ويلي ، چې نوموړي سره خبرې به نور طالب قومندانان هم بغاوت ته تشويق او خپلسريو ته لاره هواره کړي.

طالبانو رسما د ملا مهدي په اړه څه نه دي ويلي.

ملا مهدي، چې د افغانستان په هزاره سيمو کې د طالبانو تر ټولو مهم قومندان و او په ډېرو جنايتونو تورن ياديږي، په وروستيو کې ډېرو هزاره څېرو ترې په قومي دلايلو ملاتړ ته مخه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب