Homeخبرونهسيګار د امريکا خارجه وزارت د افغانستان په اړه د اطلاعاتو په...

سيګار د امريکا خارجه وزارت د افغانستان په اړه د اطلاعاتو په پټولو تورن کړ

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌‏‏ د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې یوې څارونکې ډلې( سيګار) د‌ دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت تورن کړ، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ويستو په اړه اطلاعات په ناقانونه توګه ورڅخه پټوي.

د‌ سيګار ادارې مشر جان ساپکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نامه په یوه استولي لیک کې نیوکه کړې، چې دا اطلاعات ورڅخه په غير منطقي ډول پټ ساتل کيږي.

په دغه ليک کې راغلي ، چې په ۲۰۰۸ کې د سيګار ادارې له جوړیدو راهيسې دې ادارې سره د نه همکارۍ دا چلند تر ټولو بیساری دی، تر دې چې د سيګار صلاحیتونه يې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند ند پريس بیا ويلي ، چې د سيګار له ډېرو څرګندونو سره موافق نه دي.

له افغانستان څخه د تېر ميلادي کال د اګسټ په پای کې د امريکايي ځواکونو د وتو ناڅاپي پريکړه نه يوازې په افغانستان کې خلکو ته ډېره حيرانوونکې او د پوښتنې وړ وه، بلکې په نړيواله کچه ډېر بحثونه پرې وشول او امريکايان هم ورته غوسه دي او د دې پریکړې د پایلو حساب او وضاحت غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...